تاند- د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم غړي حمید الله فاروقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رييس ضیاالحق امرخېل استعفا یو زړه ور عمل وباله او ویې ویل چې نوموړي دا کار د افغانستان د ګټو لپاره وکړ.

ښاغلي فاروقي وویل چې امرخېل هیڅ محکمې نه دی محکوم کړی خو ده د دې لپاره چې دا ملي پروسه د خودغرضانو له لوري خرابه نه شي استعفا ورکړه.

د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله، چې انتخاباتي بهیر یې بایکاټ کړی دی، یوه اساسي غوښتنه دا وه چې امرخېل دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا له مشرتابه څخه لېري شي.

د فاروقي په وینا امرخېل د انتخاباتو په دواړو پړاوونو کې بې پرې ماموریت وکړاو قانون یې تطبیق کړ نو له ولسمشر حامد کرزي احترامانه غوښتنه کوي چې د دغه ځوان امنیت وساتي.

د سرطان په لومړۍ نېټه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو اډیو کسټ خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د دارالانشا ريیس ضیاالحق امرخېل د بدلون او دوام له ټیم سره پټې خبرې کوي.

خو حمید فاروقي ښاغلي امرخېل ته منسوب شوی کسټ رد کړ، او ویې ویل چې دا ډول ادعاوې دوه عمده اندېښنې پیدا کوي او دوی د دوو مسلو وضاحت غواړي؛ یو دا چې کومې ادارې دا کست دوی ته سپارلی دی. دوهم کومې بهرنۍ شبکې دا معلومات له دوی سره شریک کړي دي.

حمید فاروقي وویل چې د انتخاباتو د قانون په دیارلسم فصل کې، له ۶۲ تر اویایمې مادې پوري، دا واضح شوې چې یو انتخاباتي ټیم باید عامه افکار په ناسمو او غیردقیقو معلوماتو مغشوش نه کړي. د همدې لپاره د دوام او بدلون ټیم خپل شکایت د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کړی او د افغانستان له ولسمشر سره یې هم دا موضوع یاده کړې ده.

د بدلون او دوام ټیم د همپالنې له ټیمه وغوښتل چې قانون ته غاړه کښېږدي، او د انتخاباتو ملي پروسې ته داخل شي.

ده د انتخاباتو پر کمیسیون ږغ وکړ چې د انتخاباتو قسمي نتیجې نورې ونه ځنډوي.

فاروقي د هغو پنځو ولایتونو په اړه، چې د انتخاباتو کمیسیون غواړي د هغو لس فیصده رایې له سره وشمېري، وویل چې د دغو ولایتونو اوسېدونکو بې له شکه دا ځل زیاتې رایې کارولي خو که د رایو د شفافیت په برخه کې هر اقدام کېږي دوی ورسره مخالفت نه لري.

فاروقي په ورته وخت کې خبرداری ورکړ چې د خلکو له پاکو رایو سره دې لوبې نه کېږي او دا به ونه زغمي.

0 thoughts on “فاروقي: امرخېل د انتخاباتو د پروسې د نه خرابېدو لپاره استعفا ورکړه”
  1. ای کاش چې یوازې پر امرخېل دا سریال ختمېدای . خو شمالي نوماندانو خو د ډاکټر نورستاني استعفأ هم وغوښتله . بله ورځ به وایي د انتخاباتو ټول کمېسیون دې ملغیِ أ علان شي او له سره دې دا پروسه بیا پیل شي ، خو کله چې معنوي صاحب پر دې پُست کار کاوه تر ټولو ډېرې درغلۍ یې په کې کړې وې ، ولې هغه مهال دې خلکو د معنوي پر ضد هېڅ نه ویل ،همدا اوس تر دری لکو زیات جمعیتیا ن په حکومتي پُستونو کې کار کوي ، کرزی تش په نامه ناست دﺉ ، ټول واک له دوی سره دﺉﺉ . پر هغوی ولې پټه خوله دي . له دې څخه داسې معلومېږي چې شمالي بېلتون پاله ټلواله له سره پښتون سړی او د هغه واکمني نه مني . دوی یا ځان غواړي او یا هم ترکستان . چې دا هېڅکله نه شي کېدای . او دا هسې تش خوب دﺉ چې باید په کولاب کې یې د آمو سیند ته ووایي . دا افغانستان دﺉ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *