ډاکتر فاروق اعظم

تاند-  د مجاهدينو د واکمنۍ يو وزير ډاکټر فاروق اعظم چې کلونه کلونه په بریتانیا کې اوسېدلی او تېر کال يې په ارگ کې د ولسمشر غني او نورو په شته والي کې وينا هم کړې وه په يوه غږيز پيغام کې طالبانو ته د افغان حکومت پر ضد لارښوونې کوي.

فاروق اعظم د افغانستان حکومت د ده په وينا د اشغال محصول بولي. دى طالبانو ته مشوره ورکوي چې له افغان حکومت سره دې د اسلامي امارات په توگه خبرې وکړي او حکومت دې د کابل اداره وبولي.

د فاروق اعظم ږغ

د طالبانو په وينا د شر او فساد د وخت دغه مجاهد مشر له طآلبانو غوښتنه کوي چې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې له امريکايانو وغواړي چې د “کابل ادارې” او ” اسلامي امارت” د غړو شمېر بايد يو وي او ناپېيلي کسان بايد د طالبانو په غوښتنه ورگډ شي.

فاروق اعظم طالبانو ته مشوره ورکوي چې د ناپېيليو کسانو د انتخاب يا رد په برخه کې بايد دوى له امريکايانو وغواړي چې د ويټو حق له طالبانو سره دى.

فاروق اعظم چې په افغانستان کې اوسېږي او د افغان حکومت او امنيتي ځواکونو له لورې يې امنيت نيول کېږي خو په دې غږيز پيغام کې ښکاره د افغانستان د نظام مخالف ښکاري او طالب ” امارت” مشروع گڼي.

تر دې دمه د افغانستان حکومت په دې اړه، چې له ښاغلي فاروق اعظم سره په دې تړاو خبرې کوي که نه، څه نه دي ویلي.

د سياسي چارو شننونکي وايي داسې ډېر کسان شته چې د افغان نظام تر چتر لاندې طالبانو ته لارښوونې کوي، د هغوى جنگ سم بولي، او پر ځاى د دې چې هغوى د ولسي وگړو له وژنو او د وطن له خرابولو راوگرځوي هغوى لا ډېر د جګړې دوام، تشدد او افراطیت ته هڅوي.

11 thoughts on “فاروق اعظم طالبان هڅوي چې د افغانستان له حکومت سره د حکومت په توګه خبرې ونه کړي”
  1. ددغه انسان سرچینه د مردار هیواد د چښلو اوبو څخه اخیسته سوې ده . هغو ته وفاداره دی د وطن غم پېژني لا نه و یوې سالمي ادارې ته ژمن ندی، د خلګو ګمراه کول یې و پنجاب ته د کړو ژمنو وفاداري ښیې. ګرانو وطنوالو په غرتو یې مه خطا وزئ. مطلق سپک او بې پروا انسان دی.ملي ګټو ته ندی ژمن .

  2. دې ده هغه وينا به د ټولو په ياد وي چې ځان يې د پښتنو غمخوار معرفي کولو تر څو وکولی شي له پنجاب سره جګړې ته د پښتنو د ځپلو نوم ورکړي
    منافقت هم يو حد لري خو د بنجاب غلامانو هر حد شرمولی

    1. لیونی دی دا هم غواړی چی ریس جمهور شی
      په ځای ددی چی پخلاینه ته کار وکړی منافقت کلر کوی

  3. به همینطور یک حیوان صفت چه نوع کلمه باید استفاده کرد که از همه امکانات استفاده میکنند ، بدی ها را توجیح میکنند ، و به صد مراجع کفری فروخته شده و بالاخره علیه نظام هستند!
    دوستها، ملا ، عالم هر کی که هستی جدی یک کلمه جامع و معنی دار برایم بگوید که به این اشخاص استفاده کرد اگر ملا صبور و غیره پیام ام را میخواند نظر بدهد !
    رحیل کابل

  4. دا دالله ج دیر مهربانی ده چه افغانستان خلکو ته د اشرف غنی غوندی یو ملی او په وطن مین ولس مشر راکری دا معلومه خبره ده چه فاروق په شان دا وطن دیر حرامونی او نا احل اولادونه چه سر چینه یی بهرنی استخبارات دی لری .اما غنی بابا باندی زور نه رسی انشاالله د دی خاوری اهل او با شرف اولادونه خپل وطن چه د مور حیثیت لری د دی کثافاتو او مردارو نه پاکویی

  5. FAROOQ AZAM IS ONE TALIB;MOTMAEEN/ZAEEF MOTAWAKEEL ABAS STANAKZAI
    ALL IS STEP CHILDREN OF ISI ;
    GOVERMENT IS REPRESENTATIVE OF ALL PEOPLES;
    THEY CAN SURVEY THE PEOPLES; REMOVE THE WEAPONS/GUNS AFTER SPEAK
    WITH PUBLIC PEOPLES HOW MANY PERCENT PEOPLES ARE WITH TALIBS MYBE 0.1 PERCENT;
    THEY TALKIN BY GUN LANGUAGE.

    ALWAYS BE AFGHAN NATIONAL ISLAMIC REPUBLIC
    THANK YOU

  6. چی دوی ورځی یا دوه زره کاله ژوند ولرم بیا می هم چیغه او فریاد دادی چی
    انګریز د شیطان زوی دی او په انګریز کی اکثره تحصیل یافته ګان او د ګیلانی مُریدان ټول د انګریز مزدوران دی که څه هم مسنونه ږیره او مسنونه لنګوټه ولری
    فاروق اعظم یو فرصت طلب او انګریز خوښوونکی مرموز کس دی
    دا کس که همدا نن د رئیس جمهور پتوګه وټاکل سی نو نه به د اشغال نوم پر خوله راوړی او نه به د طالب د بریالیتوب هیله په زړه کی وروزی
    کوم وخت می په یوه غونډه کی پوښتنه تری وکړه چی
    آیا تاسی پدی باور نه یاستی چی نن ورځ زموږ په هیواد کی اصلی شخړه ددی دوو شرمښانو( امریکی او انګریز) تر منځ جریان لری؟
    جواب ئی فقط یو تریخ ( نه) ؤ
    البته د حال په ژبه ئی راته وویل چی
    هلکه د انګریز نوم بی اودسه مه اخله

  7. ډیر اقسوس دی ( فاروق اعظم )! داسی معلومیږی چه ښه انسان نه یی ! چه دډیرو کلو راهیسی د انګلیس په غیږ کی د فامیلی سره د ذلت ژوند تیروی ،، نمک د افغانستان خوری ، د افغانستان د اسلامی جمهوریت تر سیوری لاندی د سیاحت شپی تیروی ،خو د افغانانو تر مینځ د نفاق او شقاق هڅی کوی اوکه اشرف غنی کومه چوکی یا کوم معاش درته ایښی وای بیا نو به ددی حکومت د رهبری یو لوی مدافع وای ، خو اشرف غنی هوشیار رهبر دی ته یی پیژندلی یی چه یو بی هرزی او خودخواه انسان یی ، اوس ستا اصلی چهره ملت ته برملا شوه چه ته څوک یی او څه غواړی او په کابل کی د کومو اهدافو د پاره اوسیږی ؟ باید چه ددغه ملی نفاق اچونی په هڅو ژرترژره ځارنوالی ته معرفی کړل شی تر څو خپلو موضعګیریو ته د افغانستان د ملت په وړاندی وضاحت ورکړی ، ستا د بیروت د پوهنتون په تعلیم ، ستا د اخوانیت په ادعا ، ستا د جهاد په ادعا ، ستا د مهاجرت په ادعا او ستا دسیاست په ادعا دی سل ځله لعنت وی . نور نو حکومت باید په کابل کی د تروریستانو معلوم الحاله خواخوږی مشاورین او مدافعین لکه تاسی ، نظرمحمد مطمئن ، حقیار ، سلام ضعیف اونور.بیګانه پروره او ضد ملی سیاسیونو خولی لکه پدرام وروتړی او په عین حال کی تر کلکی څارنی او پوښتنی لاندی راولی ، دا سی منافقت او ملی فساد د منلو وړ نه دی ، هغه متل دی چه چرګی کوټ کوټ یو ځای کوی او هګی بل ځای اچوی !

  8. ډیر اقسوس دی چه دغه نوم ستا د ماهیت سره هیڅ مناسبت نلری ( فاروق اعظم ) ! ستاسو د صوتی پیام نه چه تازه تاند نشر کړی او تاسو طالبانو ته د فساد اود ملت د نفاق او همدارنګه د افغانستان د اسلامی چمهوریت په خلاف مشوری ورکوی ، داسی معلومیږی چه ډیرذلیل او ابلیس انسان یی ! د انګلیستان بچیه ! چه دډیرو کلو راهیسی د انګلیس په غیږ کی د خپل فامیل سره د ذلت او تیښتی ژوند تیروی ، نمکحرامه ! د افغانستان د اسلامی جمهوریت تر سیوری لاندی د سیاحت شپی تیروی ،خو د افغانانو تر مینځ د نفاق او شقاق هڅی کوی اوکه اشرف غنی کومه چوکی یا کوم معاش درته ایښی وای بیا نو به ددی حکومت د رهبری یو لوی مدافع وای ، خو اشرف غنی هوشیار رهبر دی ته یی پیژندلی یی چه یو بی هرزی او خودخواه انسان یی ، اوس ستا اصلی چهره ملت ته برملا شوه چه ته څوک یی او څه غواړی او په کابل کی د کومو اهدافو د پاره اوسیږی ؟ باید چه ددغه ملی نفاق اچونی په هڅو ژرترژره ځارنوالی ته معرفی کړل شی تر څو خپلو موضعګیریو ته د افغانستان د ملت په وړاندی وضاحت ورکړی ، ستا د بیروت د پوهنتون په تعلیم ، ستا د اخوانیت په ادعا ، ستا د جهاد په ادعا ، ستا د مهاجرت په ادعا او ستا دسیاست په ادعا دی سل ځله لعنت وی . نور نو حکومت باید په کابل کی د تروریستانو معلوم الحاله خواخوږی مشاورین او مدافعین لکه تاسی ، نظرمحمد مطمئن ، حقیار ، سلام ضعیف اونور.بیګانه پروره او ضد ملی سیاسیونو خولی لکه پدرام وروتړی او په عین حال کی تر کلکی څارنی او پوښتنی لاندی راولی ، دا سی منافقت او ملی فساد د منلو وړ نه دی ، هغه متل دی چه چرګی کوټ کوټ یو ځای کوی او هګی بل ځای اچوی ! .

  9. ښاغلي فاروق اعظمه سلام،
    شه سو چه تا خپل ځان هغو افغانانو ته هم ور وشود کوم چه ستا په نرمه خوله تير وتي وو.
    نن شکر افغان ځوانان طالب نه غواړي او که غواړي هغه هم د افغانستان د اساسي کانون په چوکاټ کي به وي.
    طالبانو ته زما په هاند هغه د تورسرو سپين سرو د وهلو کيبلونه لکه چه تا ورته ساتلي، سترګي د خلاسي کړه انترت او تلويزيون ته وګوره چه افغان اولس څه غواړي.
    دترحم کليمه د اوريدلي و بي زړه سوانده ملا دتا په ګيره او اسلام کي زه ډير شکي يم ځکه ته د پاکي د ډاګيانو او انساني قسابانو غوښتونکي يي او بري يي غواړي.
    لعنت د پر هر هغه افغان وي چه د پرديوته جاسوسي کوي.
    لعنت په پساديانو وي.
    رحمت د په هغو انسانانو وي چه په افغانستان روغبراو سوله غواړي.

  10. ‌د شکل نه ‌‌‌‌‌‌ ښکاری او کیدایشی روانی تکلیف ولری . وطنوالو دا سی لیونو په خبرو مه تیروزی سپی غافی او قافیله تیریږی. رب دی در سره خپل حساب وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *