ډاکتر فاروق وردک
والصلح خیر
افغانستان د خپل تاریخ په وروستیو کې له جهاد، جګړو، شخړو، اختلافونو او کشمکشونو پرته له نورو کلیمو او مفاهیمو سره کمه پيژندګلوي لري. په وروستیو څلورو لسیزو کې ځان-غوښتنې او انحصار افغانستان د نړۍ د تر ټولو بېوزله هیوادونو په لیکه کې درولى؛ په ملیونونو وګړي شهیدان، معلول، کډوال او بې ځایه شول او د ناخوالو دغه بهیر لا هم روان دی. خلک ورځ تر بلې ناهیلي کېږي او په خپل وطن کې، چې د مور حیثیت لري،د ژوند کولو پر ځای په پردي دیار کې د بېوزلۍ ژوند غوره  ګڼي.
دا چې په داسې حساسو او له ناهیلۍ څخه په ډکو شرایطو کې د حزب اسلامي امیر او جهادي رهبر ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې له جهاده بیا تر ننه یې د دې خاورې د یوې لویې کتلې مشري پر غاړه وه/ده، غواړي چې د هېواد په اوسنیو ترینګلو شرایطو کې ګوندي ګټي پرېږدي، د سولې او یو-بل-منلو لاره یې انتخاب کړې او په دې برخه کې چټک ګامونه اخلي؛ دا د هیواد د سیاسي ثبات او  پرمختګ لپاره یو محکم ګام ګڼلى شوـ
 د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي پیوستون به د دولت نورو وسله والو مخالفانو ته هم لاره پرانیزي، سولې ته به يې وهڅوي.
د سولې بهير سره د حز ب اسلامي افغانستان يو ځاى کېدل په لاندې دلایلو سره د هیواد او هیوادوالو په خیر بولم او هرکلی یې کوم:
1. زموږ تر ټولو لوی هدف په هیواد کې د سراسري سولې ټینګښت دی او دا چې د جګړو او مخالفت یو لوی محور د سولې  او هوکړې پر عنصر بدلېږي، له شک پرته چې زموږ ملي کمزورۍ به ورسره  کمې او پر ځای به یې د هیواد کورنی ځواک پیاوړی شي.
2. زموږ بله موخه په هیواد کې د سولې بقا او بنسټیز کېدل دي، چې ددې موخې لومړنی شرط  په سیاسي، نظامي او اقتصادي وېش کې د عدالت ټینګښت دی. شک نه شته چې د حزب اسلامي افغانستان په پیوستون سره به د ټولنیز عدالت له لارې د نظام په اصلاح کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
3. موږ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره دوستانه متقابلې اړیکې غواړو. مګر ځینې فرصت غوښتونکي لوري د هېواد له جګړه ییز او اختلافي  وضعیت څخه په ګټې اخیستنې سره، د خپلو مهرو او پردیپالو په رامخته  کولو سره زموږ د دولت او حکومت بنسټونه زیانمنوي. د دولت د یوې لویې مخالفې وسله والې کتلې په توګه د حزب اسلامي پیوستون به، د پردیو او پردیپالو لاسونه لنډ کړي او زموږ  سرلوړی ملت به د نړۍ د نورو هیوادونو په منځ کې د یوه سیال په توګه خپل موقف ترلاسه کړي.
4. حزب اسلامي د هیواد د قومونو په کچه ټول شموله ګوند دی، له دولت سره د حزب اسلامي پیوستون به د قومپالنې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او یو بل منلو ته به لاره هواره شي.
5. د پیاوړي مرکزي حکومت درلودل د هر افغان ارمان دی. دا چې حزب اسلامي د هیواد له ټولو ولایتونو څخه غړي لري؛ له دولت سره یو ځایوالی به یې د ټولو ولایتونو، هر قوم او هر ټبر غږ منعکس کړي چې په پایله کې به یې د یوه پياوړي مرکزي حکومت جوړېدلو ته لاره هواره شي او فدرالي غږونه به خپه او خنثی شي.
6. هیواد مو تر بل هر وخت دا مهال خپلو بچیانو ته اړتیا لري. د حزب اسلامي راتګ به د دې لامل شي چې په پاکستان کې مېشتې زرګونه افغانې کورنۍ به د پردي هېواد پر ځای په خپل هیواد کې ژوند کول غوره کړي او د هېواد په آبادۍ کې به مو لا ډېر بشري ځواک ونډه واخلي.
7. د حزب اسلامي په راتګ سره به د زور او ټوپک ځای د ډیالوګ او خبرو اترو فرهنګ ونیسي. له دغې لویې کتلې سره سوله به د دې لامل شي چې نورې وسله والې ډلې هم د سولې او مذاکرې لاره خپله کړي او له وینې توېیدلو به مخنیوی وشي.
8. د حزب اسلامي راتګ به د بین الافغاني تعامل د بریالي کېدو ښکارندوی شي. که افغانان په خپله د مذاکرې پر مېز کېنني، په سیمه کې به هېڅ داسې خیر غوښتونکی اړخ پیدا نه شي چې افغانانو ته سوله ډالۍ کړي، ځکه ډېری دغه اړخونه د افغانستان په جګړو کې خپلې ګټې لټوي.
9. د هیواد اقتصادي خپلواکي زموږ د ملت له بنسټیزو موخو څخه ده چې د جګړې په پای ته رسېدو او د ټیکاو په ټینګښت سره به خلک پر تولیدي چارو بوخت شي او پر پردیو پسې نښلېدل او وابستګي به په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
10. د یوې لویې کتلې له لوري د وسلې اېښودل به د لا ډېر پرمختګ او بیارغونې لپاره لاره هواره کړي او د هیواد ملي پروژې به په بریالیتوب سره پلې شي.
موږ پورته ټکو او دلایلو ته په کتو سره له روان بهیر څخه ملاتړ کوو، دغه راز باوري یو چې د سولې له بهیر سره مخالفت په هیواد کې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. د لوی خدای (ج) دربار ته لاسونه لپه کوو چې یوه ورځ د سولې له بهیر سره د ټولو مخالفو ډلو د یو ځایوالي لیدونکي شو، څو ټول ملت مو د سولې او یووالي تر چتر لاندې طبیعي ژوند له سره پیل او له نورو ملتونو سره یو ځای تمدني یون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *