تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د فاریاب، پښتونکوټ ولسوالۍ موقاني کلي کې د یو طالب ماین جوړوونکي په کور کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه ښځې یوه ماشومه یې ټپي کړې ده.

د فاریاب امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د موقاني د اوسېدونکي او طالب ماین ساز ملا غلام نبي کور کې ماین جوړ کړی او د سړک غاړه کې يې د ښخولو لپاره تیار کړی و، خو په کور کې همدا ماین چاودلی چې یو اووه کلن زوی یې په کې وژل شوی، دوه ښځې او یوه لور یې په پېښه کې ټپي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اساس افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونو له کبله ملکي تلفات د پخوا په پرتله ۲۱ سلنه لوړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *