تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، له غزني وروسته یې په فاریاب، لوګر او پکتیا کې هم د کرنیزو تولیداتو د خوندیتوب لپاره د سړو خونو بنسټ کېښود.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي تاند ته وویل، دوی به په فاریاب، لوګر، پکتیا په شمول ۱۲ ولایتونو کې د یو نیم یونیم زر ټنه تولیداتو او میوو د خوندیتوب لپاره د سړو خونو کمپلیکس ودانۍ جوړې کړي.
د رستمي په خبره دا ټولې سړې خونې د وزارت لخوا ډیزاین شوې دي خو چارې به یې د ملي پراختیا شرکت پر مخ بوځي چې په هره سړه خونه به ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي: (( دا ټولې سړې خونې به په راتلونکو دوه کلونو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.))
رستمي زیاته کړه په دغو ټولو ۱۲ سړو خونو کې به ۴۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې په هره سړه خونه کې به لږ تر لږه ۳۰ کسان په کار بوخت وي.
تر دې وړاندې په پروان، کاپيسا، میدان وردګو، تخار او غزني کې د سړو خونو جوړولو لړۍ پيل شوې وه.