تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د فاریاب چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د ټلیفوني اړیکو په جرم په عام محضر کې صحرايي محاکمه کړي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې پېښه تایید کړه او وايي، تېره ورځ طالبانو د صبغت الله په نوم یو ۲۸ کلن زلمی او ۲۲ کلنه راحله د المار ولسوالۍ په چغاتک کلي کې ۴۰ -۴۰ دورې وهلي دي.

د یورش په خبره دواړه محاکمه شوي کسان نږدې خپلوان وو او طالبانو خلک راټول کړي او ورته یې ویلي وو چې دغه دواړه ښځه او نارینه د ټلیفوني اړیکو په جرم محاکمه کوي، خو که بل څوک ونیول شو تر دې به سخته سزا ورکړي.

 نوموړی وايي، پولیسو د هغو طالبانو نومونه او ځایونه معلوم کړي دي چې دغه هلک او نجلۍ یې په دورو وهلي دي، خو د المار پولیس سیمې ته ورپسې ځکه نه دي ورغلي چې دغه سیمه د طالبانو تر نفوذ لاندې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوه میاشتې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه د ټلیفوني اړیکو په جرم په درو وهلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *