تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د فاریاب پولیس وايي، د دې ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د د سړک په غاړه د طالبانو لخوای ایښودل شوی ماین په ملکیانو را الوتی چې له کبله یې ۵ ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
د فاریاب امنیه قومندانۍ لخوا تاندته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو دا ماین د پښتونکوټ په ګدای قلعه کلي کې امنیتي ځواکونو ته ایښی و چې نن سهار یې په ماشومانو چاودنه کړې ده.
خبرپاڼه وايي، په وژل شویو ماشومانو کې یې له ۸ کلونو تر ۱۸ کلونو پورې تنکيان هم شته او یو بل په کې ژوبل شوی دی.
د فاریاب پولیس وايي، دا ماشومان هغه مهال د سړک د غاړې ماین ووهل چې جومات ته د دیني زده کړو لپاره روان وو.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.