تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو قاضي، د سرې قطعې قومندان او دوه ازبکستاني ترهګر وژلي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره ورځ په هوايي عملیاتو کې د فاریاب په قرغان ولسوالۍ کې د اندخوی څلورو ولسوالیو لپاره د طالبانو قاضي مولوي محمدرحیم، د قرغان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان فدا محمد مشهور په اتمراد کور او دوه ازبکستاني ترهګر وژلي دي.
خبرپاڼه وايي، پر دغو مهمو طالبانو یې د قرغان په مهراب و سلدوز تپه کلي کې عملیات کړيدي چې ۵ نور وسله وال هم ورسره وژل شوي.
خبرپاڼه وايي، له څو ورځو راهیسې د شاهین قول اردو عملیات د اندخوی په څلورګونو ولسوالیو کې رواندي چې تر اوسه په کې ۴۰ طالبان او ۷ مهم قومندانان یې وژل شوي او ۷ نور په کې ژوبل دي.