فاشېزم د ایټالويFascismaاو لاتيني Fasces له كلیمو څخه اخيستل شوی. دا یوه عامه کرکجنه ترکیبي اصطلاح ده چې په ټولنه کې د قومي، توکمیز او مذهبي تعصب د خپرېدو اصلي عنصر بللی شو یا په بل عبارت ویلی شو چې فاشیزم د پانګوالۍ نظام څخه د راپاتې بحرانونو زېږنده ایډیالوژي ده.

د تاریخي شالید له مخې د فاشیزم ريښه د مصري فرعونیانو پېر ته رسي. تر هغې را وروسته یې په ترتیب په نورو هېوادونو کې د نظام بڼې لیدل شوي خو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د ایټالیا یوه افراطي سوشلیسټ ګوند د فاشیزم نوې وحشي بڼه رامنځته کړه. تر هغې درې کاله وروسته د ( ۱۹۲۲) میلادي کال په اواخرو کې بیاد همدې ګوند په زور د واک په ګدۍ ناست ایټالیايي مستبد Benito Mussolini بنیټو موسولیني لخوا یاده اصطلاح د سياسي ادبیاتو قاموس ته داخله شوه.

نعیم الدین نعیم
نعیم الدین نعیم

د وخت مورخین لیکي، پخپله موسولیني د فاشیزم ایډیالوژۍ ته یواځې د سیاسي مکتب په سترګه نه لیدل بلکې په یوه داسې مذهبي مفهوم ورته قایل وو چې ګوندې ټول حکومتي سیستم به خپلې ټولې چارې د همدې عقیدوي مکتب په چوکاټ کې منظمولې. مانا داچې فاشیزم د سیکولریزم په خلاف د دین او سیاست ترمنځه د ټینګې او ژورې رابطې سرسخته پلوي وو.

ځینې نور بیا فاشیستي رژیم د ولسواکۍ، لیبرالیزم او کمونیزم سره ښکاره دښمني پالونکی او پارلیماني ضد افراطي نیشنلیسټ نظام بولي.
په فاشیستي نظامونو کې یواځې فردي خپلواکي تر وروستي حده محدوده نه وي بلکېدا ډول حکومتونه تل له زور، نظامي قدرت، سیاسي فشار، ټولنیز پوچ تبلیغات او د تعذیب او ربړونو هغه وحشي بڼې چې دوی یې په واک کې لري، د خپلو مخالفینو د مهارولو لپاره ځینې ګټه پورته کوي.

په المان کې بیا نازیانو د فاشیزم اصطلاح ته نوی نوم ورکړی او دا کلیمه یې د هیټلر د نازي ګوند (ملي سوشلیسټ کارګر ګوند) لومړیو تورو په یو ځای کولو سره په نازیزم واړوله چې البته په عملي ډکر کې یاد ګوند نه ملي وو، نه سوشلیسټي وو او نه هم کارګر.

د فاشیزم هغه اساسي ځانګړنې چې د ۱۹۳۲ میلادي کال د ایټالیا دايرة المعارف په څوارلسم ټوک کې ښودل شوې، په لاندې ډول دي:

۱. په تاوتریخوالي او دروغجنو تبلیغاتو ولاړ نظام:

فاشیستي نظامونه تل د خپلې بقا او پایښت لپاره په هر راز درواغجنو تبلیغاتو او تاوتریخوالي لاس پورې کوي. دوی په دې ښه پوهېږي چې ټولنیز واقعیتونه ددوی نن او سبا ننګولی شي نو له همدې وجې نه د واقع بینۍ سره هم په مخالف لورې کې واقع دي.
۲. جنسي تبعیض یا د بشري مساواتو نه منل:

Hitlerفاشیستانو ته په ټولنه د ښځو سیاسي حضور د زغملو وړ نه دی او یوازې د همفکره سړي سالاره سیاسي او ټولنیز فعالیت پلویان دي. د مذهب سره  د دوی کلکې او ژورې اړیکې دوی دېته اړویستي چې د نیمې نړۍ (مېرمنو) مدني او سیاسي خوځښتونه په ډېره بې رحمۍ وځپي.

۳. دسولې په ګټورتیا د باور نه شتون:

د فاشیستي مفکورې پلویان خپلې ګټې د جګړو په دوام کې بولي او یواځې دانه چې د سولې ګټورتیا ته هیڅ ژمن نه دي بلکې په ډېرو هېوادونو کې عملاً ليدل شوي چې دوی د سولې بهیرونه په بېلابېلو دسیسو او پلمو تس نس کړي دي.

۴. افراطي نیشنلیزم او توکم پالنه:

دوی (فاشیستان) تل هڅه کوي څو د توکم پالنې، ژبني تعصب او افراطي نیشنلیزم په پاللو سره د نورو سیاسي مکتبونو لکه ولسواکۍ، سوشلیزم، مارکسیزم او لیبرالیزم د سیاسي فعالیت مخه ډپ کړي او یوازې په مذهب ولاړ فاشیستي قانون پلی کړي.

۵. هیرویزم یا اتل پالنه:

په مجموع کې ټول فاشیستان د شهرت او اتلوالۍ سخت تږې دي. آن تردې چې د نورو د مدني حقونو په پایمالولو هم بند و واز ندي.د دوی فکري دایره یواځې په همدې متمرکزه وې چې څنګه په سیمه ییزه او نړیواله کچه ځان مشهور کړي. اګر که لار یې غیر اخلاقي او غیر انساني هم وي خو دوی ته پرې تګ ډېر ساده او اسانه دی.

۶. د یو ګوندیز حکومت پلويتوب:

د فاشیستانو بل بې باکه خوی دادی چې دوی په هیڅ ډول له ځان سره په واک کې سیاسي رقیب نشي زغملی، د اپوزیسیون د موجودیت سخت مخالف دي او په ځانته ځان د ټولو حکومتي چارو سمبالښت ته اوږه ورکوي.

۷. نړیوالو حقونو ته غاړه نه ایښودل:

دا یو منل شوی حقیقت دی چې وحشت او بدویت د فاشیزم په خټه کې اغږل شوی دی.دا چې دوی خپلې فاشیستي مفکورې ته له دیني زاویې ګوري نوځکه ورته یواځې د خپل ټولواک او رهبر وینا او کړنه تر بل هرڅه ارزښتمنه او سپېڅلې دهاو نورټول منلي نړیوال انساني حقوق ورته په هیڅ ډول د منلو وړ ندي.

که بحث سره راغونډ کړو او نتیجه ګیري یې وکړو نو وییلی شو چې فاشیستي نظامونو تل اقلیت په اکثریت حاکم کړی، د وګړو ترمنځ یې د کرکې او نفاق تخم شیندلی، د جګړې دوام یې د ځان په خیر بللی، جنسي نابرابرۍ ته کلک ژمن پاتې شوې، د وګړو فکري ازادي یې سلب کړې، له محاکمې پرته یې خپل فکري مخالف سخت ځپلی او شکنجه کړی، ټول نړيوال حقونه یې تر پښو لاندې کړي او په ډېرو هیوادونوکې یې جغرافیوي وېش ته لار هواره کړې ده.

پای

اخیستنه:

۱-John Cammet, Communist Theories of Fascism, Science and Society, vol . 31 , No , 2 (1927) , P. 151

۲-  NicosPoulantzas, Fascism and Dictatorship (English trans. By Judith White, London, New Left Books, 1974), P 250

4 thoughts on “فاشیزم څه ته وایي؟/ نعیم الدین نعیم”
  1. د فاشيزم په رابطه همه جانبه معلومات دی مننه کوم تاسو نه

  2. تل مو ښې لیکنې خپرې کړي دي مننه.
    د فاشيزم کلمه پدی وزرو کې د اجتماعي رسنیو توده اصطلاح ده.

  3. جالب معلومات دي په تیره بیا د فاشيزم مذهبی بعد ښه شنل شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *