د هېواد په نومیالي غازي پسې د ملا صبور د سپکو خبرو انګېزه دا نه ده چې ګنې په جمعیت اصلاح کې پښتانه راډیکال په دومره جرئت سره ملي اتلان او مشاهیر ورټي. د موضوع پټ اړخ بل ډول دی. لومړی باید معلومه شي چې جمعیت اصلاح څه ډول یو جریان دی، ایا دا یو اسلامپاله جوړښت دی او که فاشېستي؟

جمعیت اصلاح یو ګډ فاشستي-اکسټرمستي [افراطي] جریان دی چې زیاتره غړي یې د شمال ټلوالې پخواني جمعیتي او شورای نظار پاتې شوني دي. په جمعیت اصلاح کې لویه برخه غړي یې غیر پښتانه قومونه دي. دا هماغه د جمعیت او شورای نظار غړي دي چې بیا په نوبت سره پخوانۍ مخینه یې ستم او پرچم ته رسېږي.

د جمعیت اصلاح دغه اکثریت غیر پښتانه غړي تر اسلامپالو ډېر توکمپاله او فاشستان دي. دا خلک د اسلام او اسلامپالنې په نسبت قوم او ژبې ته ډېر متعهد دي. د اسلام په جامه کې ننوتي دا ستمي فاشستان په منظمه توګه په دې کار کوي چې څنګه د جمعیت اصلاح له تربیون نه د افغانستان تاریخ او ارزښتونه مسخ کړي. مولوي صبور او د هغه نور پښتانه اصلاحیان چې اصلا په دې مسایلو یې سره نه خلاصېږي او د افراطیت په نیلۍ سپاره دي، په شعودي ډول د غیر پښتانه فاشستي اصلاحیانو له خوا استعمالېږي. غیر پښتون اصلاحی به هېڅکله دا خبر ونه کړي چې امان الله خان د افغانستان یو بې دینه حکمران و، مګر د دې کار لپاره مولوي صبور او مزمل زمان غوندې افراطیان ښه انتخاب دی.

تر اوسه هېچا دا جرئت کړی نه و چې ووايي بچه سقاو د افغانستان مشروع واکمن و او سقاوي پاڅون یو رښتینی پاڅون و، مګر صبور ته د اصلاحیانو لخوا دا اجنډا ورکړل شوې وه چې امان الله خان بې دینه کافر وګڼي او بچه سقاو مشروع واکمن. او دا د ستمیانو تګلاره او آیډیالوژي ده چې څنګه بچه سقاو د تاریخ له حکم نه سپین او برائت ورکړي. دا کار هېڅوک نه شي کولای مګر ملا صبور غوندې پښتانه افراطیان ملایان چې د ملا په شیطاني جامه کې بچه سقاو ته برائت ورکړي او امان الله خان د تاریخ په وړاندې ملامت کړي. همدا ده چې نن ورځ د ملا صبور زیاتره پلویان تاجک سکولران او تجزیه غوښتونکي خراسانیان دي. فاشستانو د ملا صبور له خبرو کلک ملاتړ کړی او د هغه انځورونه یې په داسې حال کې په فیسبوک کې خپلو پروفایلونو ته پورته کړي چې په شا ته کور فوټو کې یې د خراسان بزرګ او بچه سقاو عکسونه لګولي دي.

دا یوازې مولوي صبور نه دی چې د افغانستان تاریخ او ملي اتلانو ته یې سپکاوی وکړ. د دوی یو بل غړي زمان مزمل هم یو وخت د افغانستان د ملي بیروغ لپاره لیکل شوي شعر ته توهین کړی و. مزمل هغه شعر چې د یوې افغانې شاعرې له خوا د ملي بیرغ په ستاینه کې لیکل شوی و، سکسکي شعر بللی و.

په اصلاحیانو کې د فاشېزم اغېز تر اسلامېزم زیات دی. دا ځکه چې اکثریت غړي یې غیر پښتانه پخواني ستمیان دي. دا خلک د جمعیت اصلاح په ټولو چارو کې نفوذ او اغېز لري. چندې په پښتنو ټولوي. د چندو او مالیاتي چارو سرچینې یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام نشنلستي ګوند دی چې د پآکستان د پوځ او استخباراتو له خوا تمویلیږي.

د جمعیت اصلاح کورنۍ مالي سرچینې د امریکا لوژستیکي قراردادونه، د څارویو پوستکې، د جوماتونو چندې او د مخدره توکو کاروبار دی. بلاخره سړی دې نتیجې ته رسېږي چې د اسلام په نوم دا مافیايي او فاشستي بانډ د افغانستان د نابودۍ او تجزیې لپاره جوړ شوی دی. ټول هغه کسان چې د جمعیت اصلاح په اهدافو او موخو نه پوهېږي ځان باید پوه کړي. دا یو مطلق فاشستي او ستمي جریان دی. که باور مو نه راځي د دوی راډیو، اخبار، افکار او نشرات وګورې. په پوهنتونونو کې چې کله د ژبو او مصطلحاتو خبره را پورته کېږي تر ټولو مخکې د جمعیت اصلاح غیر پښتانه استادان او محصلین په دې مسله کې ښکېل وي.

نو په پای کې ټولو افغانانو ته پکار ده چې جمعیت اصلاح سره فکري مبارزه وکړي. دا حرکت د افغانستان لپاره ګواښ دی. لومړی دا د دولت دنده ده چې د جمعیت اصلاح فعالیتونه کلک وڅاري، مالي سرچینې یې معلومې او د صبور غوندې خلکو سره د قانون له مخې چلند وکړي. هیله ده چې ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت شورا دا ډله په خپله امنیتي ستراتېژي کې ځای کړي او لازم تدابیر ورته ونیسي.

One thought on “فاشېزم او اکسټرمېزم؛ د اصلاحیانو دوه متضادې مفکورې/ بلال احمد”
  1. وایی داسی شر د پیش شی چی د افغانستان د خلکو خیر پکی وی او هغه همدا د ملا سبو افراطی ا فاشیستی وینا وه. ځکه ده دافغانستان د کورنیو او باندینیو دښمنانو پټ پلانونه افشا کړل . د افغانستان د ارضی تمامیت لپاره نه یواځی داعشیان او ټالیبان خطر جوړوی بلکی د پنجاب جمعیت اصلاح ، ستمیان ، فهیم کوردلان ، لطیف پدرامیان او مجیب بیرحمان د نظام او ولسونو ترمنځ د بی اتفاقی لویی او پټی بلاوی دی چی د هغوی افشا کول او له منځه وړل یی د افغانستان د دولت ملی اواسلامی وجیبه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *