په دې وروستیو کې ټولیزې رسنۍ او افغاني مطبوعات د سولې د شهید، جید فرامرزي دیني عالم، د نهضت اسلامي د مؤسس، د جمعیت اسلامي د فقید مشر، لوی مجاهد او جهادي رهبر، مرحوم استاد پروفیسور برهان الدین رباني د لور- فاطمه رباني- لڅ سرو عکسو، د خلاص ګرېوان انځورو، مرکو او بیانو پر سر اخیستي دي.
شک نه لرو چې په دې باب ډېرې تبصرې، احساساتي او له عالم- عالم عقدو ډکې دي؛ د هغو حساب بېل دی؛ هغه نه په جواب ارزي او نه هم په بحث؛ خو دلته کیسې او خبرې نورې دي چې د عجایبو انکشافاتو په زمینه کې، ور ته د واقعیت له زاویې کتل په کار دي.
افغانه غمزده ښځه په عام ډول او هلمندۍ ځپلې پېغله په خاصه توګه، دې عجایبې منظرې ته هېښه- هېښه ګوري؛ حیرانه ده چې دا څه ویني؟ دا د دې له امله نه چې ګواکې فاطمه رباني ته د فردي آزادۍ او ښځینه حیثیت په لوړ مقام قایله نه ده او یا یې د هغه تر افغانې پولو اوښتي جید دیني عالم او جلیل القدر جهادي رهبر، له خدایې لارې د انحراف په تور تورنوي بلکې هېښتیا یې په دې کې ده چې دا د عظیم الشانه مجاهدې کورنۍ د (بي بي) په ژبه، د دې دغه سرلڅی سټایل، د دې د پیغمبر پر مبارکه لار د روان پلار، د اسلامي طرز تفکر تداوم دی.
افغانې ښځې او هلمندۍ پېغلې ته سوالونه پیدا دي چې که د لیبرال ډیموکراسۍ په زمینه کې د فاطمې حساب له برهان الدین څخه بېل دی نو منو یې چې بېل دی، اما که دا د دغه فرزانه دانشمند لار وه نو پر خپله دغه لار په تګ کې یې ولې زموږ ټولې انسانې آزادۍ، زموږ د ژوند ګرده رنګینۍ، زموږ د پوهې غونډې ښوونځۍ او زموږ د حقونو تمامې قانونمندۍ را پایمالې کړې؟ زموږ ساه یې ولې په فزیکي ډول، د دیانت په نوم، په اوو حجابو کې په نغښتلو سره و ایسته او په معنوي توګه یې سرتورې کړو خو د خپلو لوڼو د معنا سرونه یې د دنیا په معتبرو پوهنتونو کې د پوهې په شالونو ور و پوښل خو ظاهري پوړني یې د زمانې د تقاضا باد ته په خوله ور کړل؟
موږ پر فاطمه جانې اعتراض نه لرو او نه مو کست په کیږي، خو د هغې تر ټولو مسلمان او تر ګردو مجاهد پلار، ولې موږ د ممکنه سرلوڅۍ په ګنا، د افغانستان د ناتمام بحران د توپان په خوله ور کړو او نن یې د دې بحران د لا تداوم ماموریت طالب جان ته ور سپارلی دی او نن هغه زموږ د ممکنه سرلوڅۍ، د نه کړې ګناه په جرم، زموږ له کونډتوب، ورارتوب او بورتوب له ثوابونو خوندونه اخلي او څوک څه ګرنټي لری چې سبا به د طالب جان هغه هم، د فاطمه جانې غوندې د سرلوڅۍ نمایش ته نه را وځي او له پوړنې سره به نورې جامې هم نه باسي؟ موږ پر هغې هم غالمغال نه کوو، خو دومره پوهېده غواړو چې دوی موږ ته د نه کړو ګناهونو د سزاوو فتواوې و جوازونه له کوم ادرسه تر لاسه کوي؟
که د مجاهد او طالب د ښځو حساب، د فردي آزادیو او بشري حقونو د معیارو پر بنسټ، له دغو جنابانو څخه جلا دی نو بیا زموږ د سرنوشت تناو ولې د دې پردیو په لاس کې دی؟
زموږ پوښتنې دلته نه خلاصیږي؛ زموږ سوالونه دوام لري؛ موږ به بالآخره معقول جوابونه مومو او موږ به بالآخره، خپل د حقونو حساب له دې بېګانګانو څخه بېلوو او بالآخره به حساب و کتاب سره تصفیه کوو؛ ټول دې یې په یاد لري!!!
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دوهمه / پرلپسي ۱۰۶ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۱/ ۱۳۹۵
له دغه جهادی رهبر سره که د حزب اسلامی او طالبانو اختلاف او جګړوته په ځیر سره وګورو نو دغه پوښتنی راته ښی ځوابولای شی ، اصل کی دغه رهبر یو نقاب اغوستی ؤ، چه ډیر مونږ په شان خلکو سم نشو لیدلای او ورسره جنګ به یی یو بی معنی د قدرت په سر افغانی جنګ بللو ولی چا چه دغه جناب پیژندلو د هغوی اواز بیا چا نه اوریدلو