تاند – د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه انقلاب) تر قوماندې لاندې جنګېدونکیو افغان شیعه ملېشو چې په سوریه کې د ایران د ګټو د ساتنې لپاره جنګ کوي د سوریې په ختیځ دیر الزور ولایت کې د یوه کوچني ښار کورونه ولوټل.
د سلام ټایمز خبري سایټ د تلې په ۲۵مه د یوه محلي فعال له قوله لیکلي، « د افغان ملېشې غړو، چې په سوریه کې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جنګ کوي، په ختیځ دیرالزور ولایت کې په یوه سرحدي ښار کې وروسته له هغه د ملکي خلکو کورونه په سیستماتیک ډول لوټ کړل چې د سوریې د رژیم متحدې ملېشې سره یې نښته پېښه شوه،»
ویل کیږي، چې فاطمیون لوا، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یو بې بندوباره یونټ دی، د البو کمال له ښارګوټي څخه وروسته له هغه ووتل چې د دغې سیمې د کنټرول په سر یې د ملي دفاع ځواکونه (اېن ډي اېف) په نوم د سوریې د حکومت پلوه ډلې له جنګیالیو سره نښته رامنځته شوه.
سلام ټایمز د یوه ځایي فعال جمیل العابد له قوله لیکلي، اېن ډي اېف هڅه کوله چې المساکن سیمې ته، چې د فاطمیون لوا یو مهم ځای وو، ورشي، خو د فاطمیون لوا جنګیالیو دا نه منله چې نیول شوي کورونه د هغوی اصلي مالکانو او اېن ډي اېف ته ور وسپاري.
هغه وویل، فاطمیون لوا ویل چې ملکي خلک کولی شي چې راستانه شي، خو په دې شرط چې د سیمې امنیت به د هغوی په لاس کې وي، لاکن اېن ډي اېف دا خبره نه منله.
جمیل العابد زیاته کړه، کله چې ملکي خلک خپلو کورونو ته ورننوتل، ویې لیدل چې هیڅ شی په کې نه دی پاتې، ځکه چې د فاطمیون لوا غړو له وتلو څخه مخکې او د وتلو په ترڅ کې لوټ کړي ول.
ادعا کیږي، چې فاطمیون لوا، چې له افغان شیعه اجیرانو څخه تشکیل شوی د دې لپاره شیعه جنګیالي استخداموي چې په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ، حزب الله او د ایران له خوا ملاتړ کیدونکو نورو عراقي ملیشو تر څنګ جګړه وکړي.
یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې په سوریه کې د فاطمیون ډلې جنګي فعالیتونه د دې سبب شوي چې د داعش ترهګر ګروپ په افغانستان کې شیعه وګړي او نورعام خلک په نښه کړي. ولسمشرغني په وروستیو کې د فاطمیون د جنګیالیو فعالیت جرم وباله.