د کولن د ښار په زړه کې، (دوم*) ته مخامخ د څراغ ستنې ته ولاړه وه. تیاره ارغواني رنګه (فلمینکو) کمیس یې له ډېر لرې د سترګو نظر ځان ته ورغوښت. زما د تګ مسیر همدې لور ته و.

سپین رنګ، جګه غاړه، تور چکي شوې ویښتان او اوږدې اوږدې سترګې یې جذابیت لا ډېر کړی و. په نظر وړونکي انداز یې د څراغ په ستن ځان تاووه. زما ګامونه چې څومره ورنږدې کېدل همدومره له یوه نا اشنا احساس سره مخ کېدم.

سترګې زما او سترګې د دې سره مخامخ شوې. ته وا په همدې لوی او پراخه میدان کې پرته زما او له دې بل څوک ونه اوسي. د دې له مخې مې وروستی ګام پورته کاوه. لا یې سترګو ته ځیره وم، دواړه یو بل ته وموسیدو.

زه ترې تېره شوم، چې غږ مې یې واورېد: تا ته وایم راوګرځه چې فال دې وګورم! مخ مې ورواړاوه غوښتل مې ووایم چې زه په فال عقیده نه لرم. خو دې خبره اوږده کړه. سترګې دې وايي چې په فال عقیده نه لرې. د ځان لپاره نه د خپل وطن لپاره یې وګوره!!!

””””””””””””””””””

یادداښت: په سترو ښارونو کې چې د توریستانو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي د هنرمندانو کمی هم نه وي. دوی خپل زده کړی هنر په ازاده توګه نندارې ته وړاندې کوي او په دې توګه پیسې را ټولوي. په پاسنۍ کیسه کې یوې (جټې) پېغلې ته اشاره ده. * دوم د المان په سطحه دوهمه لویه کلیسا ده چې ۱۵۷ متره لوړوالی لري. نوموړې کلیسا د یونسکو په میراثونو کې شامله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *