محمد نعمان دوست

په چادري کې تاوه میرمن له وړې ماشومې سره دوکان ته پورته شوه.
له ناستو کسانو څخه یوه غږ کړ:
واه، څه قد!
میرمنه، لکه کڼه چې وي؛ ځان یې غلی کړ.
بل وویل:
دا لور ستا ده؟
هغه بیا غلې شوه، لکه هیڅ چې یې نه وي اوریدلي.
بیا ورغږ شو:
څو کلنه به یې؟
د میرمنې سترګې ډکې شوې، چادرې لاندې یې پرې دستمال راکش کړ. له قهره یې وخندل او له دوکانه ښکته شوه.

ناستو کسانو، یو بل ته وویل:

ومو لیده، هماغه زما خبره شوه. رښتیا چې ۹۹٪ شهوت په ښځو کې دی، ښځه فتنه ده او نران بې لارې کوي!


 ۱۳۹۶، کب ۱۶، جلال اباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *