تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: له طالبانو جلا شوې شوې ډلې د فدايي محاذ اسلامي تحریک ادعا کړې چې امریکا په قطر کې طالب سیاسي مشرانو ته ۱۵ میلیونه ډالر منظور کړي نه دي، بلکې ۴۱ میلونه ډالر ورکوي.

د دغه تحریک د ویاند قاري حمزه لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا پيسې د ده په وینا د امریکا د غلامو ملېشو یعني د طالبانو سیاسي مشرانو ته د سفرونو، اوسېدنې، اړیکو، خوړو او نورو مصارفو لپاره چې نوموړی یې عیش و عشرت بولي ورکړې دي.

د طالبانو دغه انشعابي ډله ادعا کوي چې شیرمحمد عباس ستانکزي د یوې اوونۍ په یو سفر باندې ۸۰ زره درهم لګولي دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال امریکایان د قطر د دفتر هر غړي ته ۱۸ زره قطري درهم معاش ورکوي چې په وینا یې دغه طالب مشران پرې اکثره ماښامنۍ د خپلو ښځو او ماشومانو سره یو ځای په عصري هوټلونو او د قطر هیواد په پارکونو کي خوري: (( د هرکور لپاره یې نارینه او ښځينه خدمت ګاران په دنده ګومارل شوي دي دا جنابانو ته د موټرونو د تیلو د مصرف لپاره خاص کارتونه ورکړل شوي دي، چې څومره وغواړي هغومره تیل د خاص کارت په ذریعه د خپلو تیز رفتاره او نوي ماډل موټرونو ته اچوي.))

نوموړی وايي، طالب مشرانو دا امتیازات په داسې حال کې ترلاسه کړي دي چې د ده په وینا په افغانستان کې په جګړه بوخت کشران طالبان د موټر سایکل په ۴۸ لیتره تیلو پورې حیران وي چې له کومه یې کړي؟

د فدايي محاذ لخوا د طالب سیاسي مشرانوپه اړه ویل شوي: (( د قطر د دفتر عیاش طالب مشران د خپلو کشرانو په عزت، ناموس، سر او مال باندي داسي په چالاکۍ سودا شروع کړې، چی دا کاڼه، ړانده او ګونګ طالبان پرې هیڅ پوهیږي نه.))

خبرپاڼه وايي، طالبانو د روسیې په شمول د ټولې نړۍ له کفري او صلیبي دولتونو سره خپلې دوستانه اړیکي پیل کړې دي او د ملا محمد عمر د وخت له منهج څخه په انحراف یې د نړۍ له ټولو جهادي حرکتونو او مسلمانانو څخه برائت اعلان کړی.

خبرپاڼه زیاتوي، امریکا له طالب مشرانو څخه د تشناب کاغذ کار اخلي او د طالب کشرانو په خلاف ترې په فکري جګړه کې استفاده کوي، چې په وینا یې د طالب کشرانو نظریې، عقیدې او فکر یی د غرب په فکر او نظریو بدل کړی دی.

په خبر پاڼه کې د قطر د دفتر یوه غړي ملا خیرالله خیرخواه په استناد یوه خبره را اخیستل شوې ده چې طالبان هیڅ نه پوهېږي چې مذاکرات کله پیلېږي او کله درول کېږي؟ بلکې په وینا یې چې ټولې پرېکړې د امریکایانو لخوا ترسره کېږي چې طالب مشران حتی په اجنډاو هم نه پوهېږي: ((غونډه جوړه شي موږ ورغوښتل شوو څه ناڅه خبري وشي په خورا، څښاک او خنداګانو باندي مجلس پای ته ورسيږي کله، چې بهر راووځو نو پر رسنیو تازه خبرونه واورو، چې نن په مذکراتو کې پر دا دا مضوعاتو خبري وشوې یعني دا هرڅه د امریکایانو له لوري لیکل شوي او رسنیو ته وړاندي شوي وي موږ یې صرف تائيد وکړو او بس((.

په خبرپاڼه کې له طالب جنګیالیو غوښتل شوي دي چې د دوی پر سر سوداوې روانې دي او دوی باید د خپلو مشرانو په اړه ځان وپوهوي.

فدايي محاذ د طالبانو د مهم مشر ملا داد الله د ورور منصور دادالله لخوا رامنځته شو چې نوموړی د خپلې ډلې د اعلان څخه څو ورځې وروسته طالبانو په مخامخ جګړه کې وواژه.

3 thoughts on “فدايي محاذ، د قطر مېشتو طالب مشرانو په اړه تاند ته مهمې افشاګرۍ کړې دي”
  1. درې ورځې وړاندې د طالب مشرانو یوه ډله له قطر څخه د پاکستان کویټې او پېښور ته تللې او هلته یې له نورو طالب مشرانو او دغه راز د پاکستاني چارواکو سره لیدلي.

    طالبانو ته نږدې سرچینو منلې چې طالب مشرانو یې پاکستان ته سفر کړی چې له امریکا سره د خبرو او اوربند په تړاو خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.

    د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دې سفر په اړه نه رسنیو ته د رد او نه هم د تاید ځواب ورکړی دی، یواځې دومره یې ویلي چې دوی له خپلو مشرانو سره په مشوره بوخت دی.

    نو ښکاره خبره ده چې د طالبانو مشران، په کویټه، کراچۍ، پېښور او اسلام اباد کې دی او اوس به مشوره کیږي چې څنګه اوربند او سوله وکړي.

    خو له دې سترګې نه شي پټیدلی چې د مشوره کوونکي طالبانو د ای ایس ای او پوځ له جنرالانو سره هم لیدلي، له هغوی یې مشورې اخیستې او ډاډ ښودل شوی چې طالبان به د پآکستان ګټو ته درناوی کوي او هیڅ وخت کې به یې له خطر سره نه مخ کوي.

    طالبانو په رسمي ډول د دې سفر په اړه څه نه دی ویلي خو دا ډله د مولوي شهاب الدین په مشرۍ له قطر اسلام اباد ته تللې او هلته یې بیلابیلې لیدنې ترسره کړي دي.

    کله چې رسنیو دا راپورونه خپاره کړل، طالبانو دا سفر نه دی رد کړی نو ځکه ویلی شو چې سفر شوی دی، او د دې لپاره پټ دی چې طالبان نه غواړي له ډير په پاکستان نوم بدې شي.

    طالبان ډير کله وایي چې دوی د پآکستان تر اغیز لاندې نه دي، خو هیڅکله یې د پآکستان ضد اعلامیه ور نه کړه، داسې اعلامیه چې طالبان له پاکستان جلا ډله وښيي.

    ډير کله پاکستاني لوړپوړي چارواکي اعتراف کوي چې طالبانو د دوی خلک دي او دوی د خپلو ګټو لپاره راپورته کړي، خو طالبان هیڅ نه شي ویلی، ځکه که یې څه وویل بیا نو یوه شپه یې هم پاکستان کې نه کیږي.

    له دې سترګې نه شي پټیدلی چې طالبان له پاکستان پرته او پاکستان له طالبانو پرته افغانستان کې هدفونو ته نه شي رسیدلی، له همدې کبله دوی دواړو د افغانانو بربادۍ ته نیت پوخ کړی او تیر اتلس کاله یې افغانانو په یو او بل نوم قرباني کړل.

    هر کله چې د مشورو خبره راشي، خلیلزاد امریکا او یا افغانستان ته راځي او طالبان اسلام اباد ته ځي چې مشورې وکړي.

    د طالبانو ځینې مشران او کورنۍ یې اوس هم کویټه، پېښور، کراچۍ او اسلام اباد کې له ای ایس ای سره یرغمل دي.

    هر کله چې طالبان د پاکستان له انحصاره وتل غواړي، نورې د فشار الې یې ورته ساتلي چې کولی شي طالبان تر ستونې ونیسي او د پاکستان په انحصار کې یې وساتي.

    نو له دې پټو سفرونو سره ویلی شو چې پاکستان د افغانانو ازلي دښمن دی او طالب د پآکستان ملیشه ده چې پاکستان یې د افغانانو په مقابل کې جنګوي او له دې جګړې خپلې ګټې اخلي، طالب دې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي او جګړه یې دوامداره ساتلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *