فرامرز تمنا

تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ولسمشرۍ نوماند فرامرز تمنا وايي، له دې کبله چې د ولسمشریزو ټاکنو ګډونوال او رایه ورکوونکي کم وو، اوس ملت ژر تر ژره د پاکو او له درغلۍ څخه د پاکو پایلو د اعلان په تمه دی.

د فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او توسعې ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو پایلې په هغه صورت کې ورته د منلو وړ دي چې د څرګندې درغلۍ راپورونه په کې ونه لیدل شي.

په اعلامیه کې د فرامرز تمنا له قوله په نورو نوماندانو هم غږ شوی دی چې د رڼو او عادلانه پایلو اعلان باید دوی هم ومني او د هر هغه ټیم ملاتړ دې وکړي چې واقعي رایې یې ګټلې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، تر اوسه له ۳۷۳۶ مرکزونو څخه دوه میلیونه ۱۹۶۴۳۶ رایې ور رسېدلې دي، خو په نوماندان  یې هم غږ کړی دی چې له وخته مخکې د بریا له ادعاو تېر او وروستیو پایلو ته په تمه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *