تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې یې په بېلابېلو جنايي جرمونو تورن ۷۰ تنه نیولي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، دا ۷۰ تنه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په ښار او  ولسوالیو کې نیول شوي دي، چې ورسره ۲۵ میله وسله، ۵ برچې او ۶ تښتول شوي موټر هم نیول شوي دي.

نوموړی وايي، په دغو تېرو شلو ورځو کې درې مجرمین له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي هم دي.

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېرې قوس میاشتې په ۳مه د کابل پولیسو ته درې میاشتې مهلت ورکړی و، تر څو په کابل ښار کې د جرمونو ګراف راښکته او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

One thought on “فرامرز: د کابل پولیسو په ۲۰ ورځو کې ۷۰ مجرمین نیولي دي”
  1. جنايي مجرمينو کابل د نړۍ په نا امنه پلازمېنه بدل کړی

    د افغان پارلمان غړي او ولسي سياستوال رمضان بشردوست حکومت پړ بللی چې د غلو مخنيوی نشي کولای.
    نوموړی وايي چې د کابل ککړه هوا او ځانمرګي بريدونه د کابل ښاريانو ته دومره لوی کواښ نه دی لکه په لارو او کوڅو کې چې وسله والو غلو د کابل ښاريانو ته وذر پېښ کړی دی.

    کابل کې وسله والي غلاوي او برله پسې وژنې ددې سبب شوې دي چې خلک په ډاډه زړه تګ راتګ نشي کولای .

    د کابل د جادې يو اوسېدونکی سميع الله چې په همدغه ناامنه پلازمېنه کې لوړي زدکړي کوي خبريال ډاټ کام ته وويل چې کابل کې له وېري خپل لاسي تليفون نشي ګرځولای.
    نوموړی زياتوي : “ښايي کابل د نړۍ تر ټولو نا امنه پلازمېنه وي چې يو کس پر يو عادي تليفون ورکي وژل کېږي. دلته پوليس له غلو او شوکمارو ونډه او رشوت اخلي ، کنه څنکه ممکنه ده چې هره ورځ دي د غلاوو لسګونه پېښي کېږي او څوک دي نه نيول کيږي.”

    د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست هم هم دې ټکوته په ايشارې پر خپله فيسبوک پاڼه له ولس نه غوښتنه کړې چې د غلو او شوکمارو خلاف آواز اوچت کړي.

    بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وايي چې د روان کال د قوس مياشتي له ۱۶ نېټې يې د جدې تر ۱۵ نېټې پوري د غلو اوشوکمارو خلاف ۷۲ عمليات کړي چې د قاتلانو ، غلو او شوکمارو په ګډون يې ۷۶ کسان نيولي دي .

    خبريالان وايي چې د کورنيو چارو وزارت دا يو مياشتني ارقام ښيي چې په اوسط ډول هره ورځ د جنايي مجرمينو خلاف دوه عملياته شوي او په هرو عملياتو کې دوه کسان نيول شوي دي ؛ خو که په لويه کې د کابل ښار کې د غلو عمليات راجستر شي نو غله هره ورځ په اوسط ډول ۱۳ راجستر شوي بريدونه کوي چې هره ورځ تلفات هم اړوي.

    که چېرته حکومت او کشفي ارګانونه په زغرده د وسله والو غلو خلاف له توپير پرته عمليات ونه کړي او هغوی ته قانوني جزاوي ورنکړي د هيواد پلازمېنه به د لا نورو پېښو شاهده وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *