یوه فرانسوي محکمه به راتلونکې میاشت د سعودي د پاچا لور حسا بنت سلمان په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
حسا بنت سلمان ته له ۲۰۱۶ راهیسې پولیسو په محکمه کې دوسیه اچولې چې د خپل ګارډ په مرسته یې یو ځايي فرانسوی وګړی وهلی ډبولی دی.
شهزادګۍ حسا که څه هم محکمې ته نه حاضرېږي خو د هغې پر ضد د ۲۱۰۶ کال له سپټامبر میاشتې څخه فرانسوي محکمه کې راروانه دوسیه به راتلونکې میاشت د هغې په غیاب کې فیصله شي.
د فرانسې پولیسو ویلي، که شهزادګۍ حسا بیا فرانسې ته راشي، سمدواره به ونیول شي، ځکه دوی له ۲۰۱۶ کال راهیسې د هغې د نیولو امر ترلاسه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *