په کابل کې د فرانسې سفیر وايي چې هیواد یې له افغانستان سره اوږدمهالو کلتوري همکاریو ته تیار دی.
د فرانسې سفیر دا ژمنه نن د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر عبدالباري جهاني سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کي چي د وزارت له لوري فرهنګي معین ښاغلی مصدق خلیلي او مطبوعاتي سلاکار هارون حکیمي او د فرانسې سفارت د کلتوري مسوولینو ترڅنګ د ډافا موسسې مشر هم حضور درلود، فرانسوي پلاوي په افغانستان کي د خپلو کلتوري پروژو رپوټ وړاندي کړ.
د افغانستان د لرغونپېژندني د نقشې ترتیبولو پر پروسه د خبرو په لړ کي، ښاغلي مارلو د لاسته راوړنو ډاډ څرګند کړ. دغه پروسه چي د لرغونپوهني او تاریخي میراثونو د ساتلو ګڼ اړخونه تشکیلوي د څلورو لسیزو کار وګڼل سو. فرانسوي سفیر د اوسمهال لپاره د څلور سوه پنځوس زرو یورو د مرستي ترڅنګ، ددغي چاري سره د خپل هیواد اوږد مهال ملاتړ وښود.
د افغانستان او فرانسې د کلتوري اړیکو د پراختیا په برخه کي د دواړو هیوادونو د کلتوري شخصیتونو د تګ راتګ او ناستو برابرولو د هوکړي ترڅنګ په افغانستان کي؛ لرغونو میراثونو ته د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د عامه ذهنیت جوړولو پر طرحه چي له مخي به یې فرانسوي کلتوري شخصیتونه افغانستان ته راځي، موافقه وسوه.
د فرانسې سفیر په کابل کي د فرانسوي انسټیټیوټ چي د یوه تروریستي برید له امله دوه کاله وړاندي زیانمن سوی وو د بیاپرانستلو ترڅنګ په افغاني ژبو د فرانسوي مشهورو اثارو د ژباړلو خبره وکړه.
د نړیوالو کلتوري مسایلو د مسلکي زده کړو لپاره، ښاغلي ژان میشل مارلو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د ځوانانو د ور پېژندلو هیله وکړه تر څو د فرانسې په بېلابېلو بنسټونو کي روزنه ورکړه سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي جهاني د افغانستان د لرغونو میراثونو په ساتنه کي د فرانسې د همکاریو څخه د منني او د فرانسې د سفارت له لوري د روانو پروژو د څرنګوالي تر بحث وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پر تړون خبري وکړې.
د افغانستان او فرانسې ترمنځ د کلتوري اړیکو او همکاریو د تړون طرحه بشپړه سوې چي تر اداري پروسې وروسته به په نږدې راتلونکي کي لاسلیک سي.
د یادوني وړ ده چي فرانسه د افغانستان په کلتوري چارو کي د تېري څه باندي یوې لسیزي راهیسي د ګڼو پروژو ملاتړې ده.