تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د فرانسې حکومت وايي، په وروستۍ یوه اوونۍ کې چې خلک د کورونا له ډاره په کورونو کې قرنطین شوي دي، د کورني تاوتریخوالي پېښې هم ورسره له له ۳۰ سلنې زیاتې شوې دي.

 د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټف کاسټنر په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، د قرنطین له کبله په کورونو کې په طبیعي ډول د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

 نوموړي ویلي، لږ تر لږه په پاریس کې له ۳۲ څخه تر ۳۶ سلنې پورې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

د  کاسټنر په وینا دوی داسې اقدامات ترسره کوي چې په کور کې له تاوتریخوالي سره مخ قرنطین شوي خلک د پولیسو اسانه مرسته ترلاسه کړي او له همدې کبله یې په درملتونو کې ځینې اخطاریې هم راځړولې دي تر څو په عاجلو خوراکي توکو پسې تلونکي کسان باخبره وساتي: (( موږ درملتونو کې داسې پيغامونه راځړولي دي چې هم نارینه وپوهوو، هم ښځو ته چې له میړه پرته درملتون ته ځي، د مرستې او اړیکې شمېرې ورسوو، تر څو د امکان په صورت کې له پولیسو مرسته وغواړي.))

 نوموړي زیاته کړه، پولیسو ته یې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه د کلکو احضاراتو امر کړی او دوی به له کورونا سره د مبارزې تر څنګ د کورني تاوتریخوالي پر ضد مبارزه هم لومړیتوب کې وګني.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا له کبله اوسمهال له یو نیم میلیارد څخه زیات وګړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په کورونو کې قرنطین دي.

په ټولنیزو شبکو فیسبوک، ټویټر او ټیک ټاک کې له قرنطین څخه د شکایتونه هم زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *