د فرانسې پر یو جومات د یو کس لخوا وسله وال برید کې د جومات ملا او د هغه یو ملګری ټپي شوی دی.
راپورونه وايي، برید د فرانسې شمال لویدیځ ښار برسټ کې د مسجد السنه جومات پر امام شوی چې په ترڅ کې یې پخپله د جومات امام او یو بل مذهبي فعال راشدالجئي ټپي شوی دی.
ویل کېږي دواړه کسان پر پښو شپږ او اووه ډزه لګېدلي دي چې ژر تر ژره روغتون ته رسول شوي او له مرګه ژغورل شوي دي.
پولیس وايي، بریدګر له پېښې وروسته خپل موټر کې تښتېدلی او اوس یې یوې نږدې سیمه کې موټر موندل شوی چې په کې د بریدګر په ډزو ویشتل شوی مړی هم موندل شوی دی.
پولیس وايي، بریدګر خپله په سر تفنچګه ایښې او ځان یې وژلی دی.
پولیسو دغه راز ویلي، نه شي روښانه کولی چې دا یوه ترهګریزه پېښه وه که بله انګېزه یې لرله خو په دې اړه به له پلټنو وروسته معلومات ورکړي.
تر دې وړاندې نیوزیلنډ کې هم یو کس په دوه جوماتونو بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژلي وو.