تاند-  فرانسې د کرنې، روغتیا، انرژۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې له افغانستان سره د ۶۱ ملیونه او ۵ سوه زره یورو مرسته وکړه.

د فرانسې سفیر فرانکویس ریچر دا مرسته نن /دوشنبه/ د افغانستان له مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره د دې مرستې سند لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر د سند له لاسلیکولو وروسته وویل چې د فرانسې د دې مالي مرستې ۲۰ ملیونه به په کاپیسا ولایت او د کابل په سروبي ولسوالي کې د برښنا په تولید او د مزو په غځولو ولګېږي.

د ښاغلي حکیمي په وینا د برښنا ۴۴ کیلومتره مزي به تګاب، نجراب او د کاپیسا مرکز محمود راقي ته وغځول شي.

همداراز به په کاپیسا ولایت کې دوه کلینیکونه جوړ شي.

د مالیې وزیر دغه راز وویل، په څه باندې ۲۵ ملیون یورو به کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیايی سره واخیستل شي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي حکیمي وویل «د فرانسې هیواد لخوا له افغانستان سره د کرنې، برېښنا او روغتیا په برخو کې له مرستې څخه د مننې تر څنګ وویل: “کرنه، برېښنا او روغتیا د اساسي سکټورنو له ډلې څخه دي، د اقتصادي ودې او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره یاد سکټورونه د افغان دولت په لومړیتونو کې ځای لري. افغان دولت له فرانسې هیواد سره د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د یادو سکټورونو د ودې او له دې لارې څخه خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ګډه کار کوي.»

د فرانسې سفیر د دې موافقې د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د دې مرستې هدف په افغانستان کې د انرژۍ، کرنې او روغتیايي خدماتو پراختیا او افغانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

د مالیې وزارت وايي، کلیو او بانډو ته د برېښنا رسونې پروګرام له لارې د فرانسې هیواد په مرسته د برېښنا رسونې فیصدي په ۲۰۱۷ کال کې ۲۴ سلنې ته ورسېده، دا په دې معنی ده چې ۸۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.

همداشان ۲۰۰ سوداګریز بنسټونه، په سلګونو ټولګټې پروژې لکه،  ښوونځي، جوماتونه او دولتي ادارې د کاپیسا ولایت په دریو ولسوالیو کې د برېښنا له یادې شبکې سره نښلول شوي.  یاده پروژه د خلکو د لا ښه ژوند لپاره کاري فرصتونه هم برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *