تاند- د افغانستان لپاره د ارپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل چې افغانان باید په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره په دې بهیر کې د فساد مخه ونیسي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر او ځانګړي استازي فرانس میلین، چې نن په کابل کې له خبریالانو سره ږغېده، وویل چې په دې انتخاباتو کې د فساد احتمال شته.
ده دا خبرې په داسي ورځ وکړې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو کمپاین پای ته رسېدلی او خلکو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړای شوی چې د کاندیدانو په اړه فکر وکړي.
فرانس میلین وویل:
«دا ډیره مهمه ده چې افغانان په ګډه کار وکړي او د امکان تر حده دا انتخابات ښه کړي، هر افغان په خپله رایه بدلون راوستلی شي، او هرڅومره چې ډېرې رایې واچول شي هومره به یې اغېز ښه وي.»
اروپایي ټولنې د افغانستان د انتخاباتو لپاره شپاړس څارونکي رالیږلي او دې څارونکو څه باندې دوه اونۍ وړاندې خپل کارونه پیل کړي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شا وخوا دوه نیم لکه افغان څارونکو ته هم کارتونه ورکړي چې د انتخاباتو بهیر وڅاري.
له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې بشپړه تیاري نیولې ده.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوی ځانګړي ځواکونه د هرډول احتمالي امنیتي پیښو مخنیوي ته تیار دي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکړی وو چې د رای ورکولو د ۹۰ فیصده مرکزونو امنیت ساتلی شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخابات د شنبې په ورځ کیږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې ددې انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به د ثور په څلورمه نیټه اعلان کړي.
nothing to do with you mind your own business . who brought this corruption and who is gift the corruption was ? your benefit is corruption . your puppet is doing corruption . we don’t need your ad .