تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: فرانس پریس خبري اژانس د نړیوالو څېړونکو له قوله راپور ورکړی چې له امریکا سره د سولې هوکړې طالبان زړور کړي دي، ځکه په دغه تړون کې طالبانو ته ډېر امتیازات ورکول شوي دي.
فرانس پریس وايي، د سولې د هوکړې دوه میاشتې پوره شوي او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه له کنټرول څخه ډره شوې ده چې دې کار د سولې د پروسې د ماتېدو خطر زیات کړی دی.
تحلیلګرانو ویلي، د سولې هوکړې طالبان لا زیات تاوتریخوالي ته هڅولي دي، ځکه په دې هوکړه کې طالبانو سره ډېر مراعات شوی دی او له همدې کبله د کورونا تر څنګ د جګړې په ډګر کې هم ډېر خراب حالات راروان دي.
فرانس پریس د بهرنۍ پراختیا انسټیټوټ د یو څېړونکي ایشلی جیکسن له قوله لیکلي، که څه هم د سولې پروسه لا له منځه تللې نه ده، خو په وینا هیڅوک نه پوهېږي چې دا پروسه به د جګړې له کبله لا نوره څومره وځنډېږي؟
راپور د افغان چارواکو له قوله کاږي چې طالبانو په اوسط ډول د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو هره ورځ ۵۵ بریدونه ترسره کړ یدي.
راپور وايي، امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې له کوم عمومي اوربند پرته به دوی خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي چې په اړه یې له جمهوریت څخه دفاع فکري مرکز غړی بیل روګیو وايي، طالبان دې خبرې ډاډه کړي دي چې ګواکې دا یې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړی نه دا چې د سولې راوستلو: (( امریکا له افغانستان څخه وتل غواړي ځکه یې د طالبانو ټولې غوښتنې منلې دي.))
په کابل کې مېشت یو بهرنی نظامي شنونکی نشانک متواني بیا فرانس پریس ته وايي، امریا د سولې په تړون طالبان زړور کړي دي او هغوی ته یې قانوني مشروعیت ورکړی دی چې له کبله یې طالبان اوس فکر کوي دا جګړه یې ګټلې ده، خو د جګړې د بندولو لپاره ډېر کم هڅول شوي دی: (( طالبان غوټ په دې فکر دي چې جګړه دوی ګټلې ده، نو د تړون معنا هم له دوی سره دا ده چې طالبان به د خپلو پټو وعدو او د القاعدې یا نورو ترهګرو په ځپلو هم عمل ونه کړي، بلکې هغوی فکر کوي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال تر پایه وځي.))
د امریکا د مشارکتي انستیتوت غړی مایکل روبین هم وايي، چې ټرمپ په هر حالت کې افغانستان پریښودل غواړي او دا د سولې هوکړه نه ده بلکې یوازې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو هوکړه شوې ده: (( دا هوکړه داسې ده چې لکه افغانان د روان بس ټایرونو ته وغورځول شي، چې امریکا یې پروا نه لري.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، تر څو یې ۵۰۰۰ زره جنیګالي خوشې نه شي، دوی تاوتریخوالی نه کموي نه هم د سولې مذاکراتو ته کېني.
فرانس پریس د نوم له اخیستلو پرته د یو طالب چارواکي له قوله ویلي، چې د غني حکومت د طالبانو حوصله ازمایل غواړي، خو کابل باید پوه شي چې طالبان لا ستړي شوي نه دي بلکې لا هم جنګېږي او جګړې ته چمتو دي.