تاند – د جرمني پخوانی د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتانمایر د دغه هېواد د نوي ولسشمر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی شتنمایر به د روان /۲۰۱۷/ کال د مارچ په میاشت کې یعنې له صدارتي ټاکنو څخه څو میاشتې مخکې خو وروسته له هغه چې د موجود ولسمشر یوخیم ګاوک د ولسمشرۍ دوره د مارچ په ۱۸مه پای ته ورسېږي خپله وظیفه ترلاسه کړي.
په جرمني کې ولسمشري یو پرستېژ لرونکی خو تر ډېر تشریفاتي موقف دی چې له ورځنیو سیاسي چارو سره ډېر سروکار نه لري او اصل سیاسي واک له لومړي وزیر یا چانسلر سره وي.
د پارلمان وکیلانو او سیمه ییزو استازو ښاغلي شتنمایر ته د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ په پلازمېنه برلین کې په رایستر ماڼۍ یا د پارلمان ودانۍ کې رایې ورکړې.
فرانک والټر شتنمایر د سوسیال دیموکراتانو د ګوند سیاستوال دی او د دغه ګوند د ایتلافیانو د اکثریت له امله نوموړي له ۱۲۵۳ رایو څخه ۹۳۱ رایې ترلاسه کړې.
د کریسټین دیموکراتانو د ګوند واکمنه چانسلره چې په اسیا او افریقا کې د روانو جګړو په نتیجه کې یې سلګونو زرو پناه غوښتونکیو ته د خپل هېواد دروازې پرانستې د روان کال په سپتمبر میاشت کې بیا د دغه پست لپاره سیالي کوي چې ویل کیږي د سوسیال دیموکرات ګوند کاندید به یې لوی سیال وي.
فرانک والټر شتنمایر له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې لومړنی جرمنی ولسمشر دی چې د رایو په نتیجه کې دغه پست ته بریالی شو.