تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: افغان ځواکونو د فراه ولایت په شیب کوه ولسوالۍ کې د طالبانو لوی عایداتي مرکز او ګمرک له منځه وړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په دې اړه تاند ته وايي، دغه ګمرک د شهید بختاور په نوم عملیاتو کې له منځه وړل شوی او شاوخوا سیمې یې له طالبانو پاکې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، طالبانو له دغه ګمرک څخه هره ورځ ۳ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کاوه او له باروړونکو لاریو څخه به یې په زوره پیسې ټولولې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.