تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: دفاع وزارت وايي، د فراه ولایت خاک سفید لپاره د طالبانو ولسوال باري جان یې له یو مشهور قاچاقبر شاه ولي سره یو ځای په هوايي برید کې وژلی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته وویل، د مخدره توکو قاچاقبر او ولسوال باري جان چې نږدې ملګرتیا یې وه، د خاک سفید په فراه رود کې وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدزي په خبره باري جان په حاجي حمید مشهور او د طالبانو مهم قومندان و چې په وژل کېدو سره یې طالبانو ته کلکه نظامي ضربه رسېدلې ده.
فراه د لویدیځو ولایتونو له منځه تر ټولو ناامن ولایت بلل کېږي چې ویل کېږي د طالبانو اقتصادي ماشین د همدغه ولایت د مخدره توکو له بې شمېره فابریکو څخه چلول کېږي.