تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: د فراه ولایتي سرچینې وایي په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې پنځه تنه سوداګر وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع تاند ته وایي، برید پرون د فراه ښار په ۲۹ کیلومترۍ کې د کاریز شیخا په کلي کې ترسره شوی دی.
قانع زیاته کړه چې پنځه تنه سوداګر او یو تن د فراه ولایت د ګمرک کمیشن کار هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغلل چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر ته پر لاره وو.
بلخوا بیا د هیواد په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په هوایي برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او د ملکیانو په اړه یې هیڅ نه دي ویلي.