تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: فراه ولایت کې د طالبانو لخوا د سړک تر غاړې د ایښودل شوي ماین چاودنې پنځه ښځې او یو ماشوم وژلی دی.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د فراه ولایت مرکز شیخانو کاریز سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: (( ماین طالبانو ایښی و خو د ملکیانو په موټر یې انفجار کړی دی چې قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.))

فراه ولایت کې تر ټولو زیاتې د سړک د غاړې چاودنې کېږي چې زیاتره تلفات یې ملکیانو ته اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *