تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰ مه: طالبانو په فراه کې د یو واده پر مراسمو د برید په ترڅ کې ۱۰ موټر سوځولي او یو تن یې ژوبل کړی دی.

تاند ته د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې تېره شپه طالب وسله والو د فراه ښار ته نږدې په شیخ اباد کلي کې د یو واده مراسم په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، طالبانو اطلاع لرله چې دغه واده ته دولتي کسان ورغلي او له همدې کبله یې د ډېرو وژنو هدف درلود خو توانېدلي چې یوازې یو تن ژوبل کړي او لس موټر وسوځوي: (( زموږ امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت ورسېدل او طالبان په تېښته بریالي شول.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د فراه ښار امنیتي وضعیت نسبتا ښه شوی بلل کېږي او افغان ځواکونو ادعا کړې ده چې طالبان یې د ښار له غاړو څخه شاته تمبولي دي.

طالبانو تر دې وړاندې د تخار په ورسج کې هم د ولسوالۍ د بازار ۱۰ دوکانونه له دوکاندارانو سره یو ځای سوځولي وو چې په اړه یې سخت غبرګونونه راپورته شول.

One thought on “فراه: طالبانو تېره شپه پر یو واده برید کړی دی”
  1. طالبان ځان افغانان او مسلمانان هم بولي خو د دوی دا اعمال له چنګیزیانو او تیموریانو نه هم بدتر شول. هره ورځ وحشت ، وژل او سوځول د دوي شغل ګرځېدلی دی. په کومو سترګو به بیا خپلو هېوادوالو او کلیوالو ته ګوري؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *