تاند- د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي، په فراه ښار کې تېره شپه جګړه د طالبانو له لوري نه وه.

سالنګي وايي چې په فراه کې ډزې، چې له تېرې شپې ۱۰ بجو څخه پیل شوې وې او تر سهاره یې دوام وکړ، د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سو تفاهم له کبله وې.

د سالنګي په وینا طالبانو هیڅ راز برید نه دی کړی او دا ډله وړمه ورځ له فراه څخه په شا وتمبول شوه.

ده همداراز وویل چې د سو تفاهم له پای ته رسېدو وروسته په فراه ښار کې کراره کراري ده.

خو سالنګي په عین حال کې وویل چې په ښار کې کور په کور تلاشي روانه ده.

په فراه ښار کې امنیتي ځواکونه کور په کور تلاشي اخلي

تاند- د فراه اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه وايي چې د طالبانو حملې، چې تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې پیل شوې وې، او تر نن سهار روانې وې، غلي شوي دي.

د وروستي راپور له مخې، د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد رویټرز ته ویلي چې اوس جنګ نشته خو امنیتي ځواکونه د طالبانو د موندلو لپاره کور په کور تلاشي اخلي.

ښاریان هم وايي چې اوس د ډزو اوازونه نه اوري او امنیتي ځواکونه په هغو سیمو کې زیات ویني چې تېره شپه او نن سهار وختي پکې جګړې شوې وې.

فراه ښار یو وار بیا د جګړې پر میدان بدل شوی

تاند- په فراه ښار کې یو وار بیا د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوي دي.

شاهدان وايي، نښته د شپې ناوخته د ښار په ځینو کلیدي سیمو کې پیل شوه.

ځینې ښاریان وايي، وروسته له دې چې طالبانو د فراه د محبس د شاوخوا په ګډون پر یو شمېر کلیدي دولتي ودانیو بریدونه پیل کړل، د درنو چاودنو ږغونه یې واورېدل.

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې پرون یې له دغه محبس څخه مهم بندیان بل ځای ته ولېږدول.

د هوايی ځواک الوتکې پر ښار ګرځي او ویل کېږي چې پر ګڼو سیمو کې بیې پر طالبانو بمباري کړې ده.

د یوه ناتایید شوي راپور له مخې، طالبانو پر یوې ودانۍ راکټي برید کړی چې په نتیجه کې یې د بخش اباد د بند څو بهرني انجنیران وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې پیل شوي چې پرون دفاع وزارت وویل چې فراه ښار یې تصفیه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *