له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

تاند، جمعه د چنګاښ ۲۸ مه: فراه کې افغان ځواکونو د طالبانو د وسلو یو زېرمتونو او د مخدره توکو د تولید دوه فابریکې له منځه وړې دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، افغان ځواکونو بیګاه شپه د خاک سفېد ولسوالۍ په سور دېوال سیمه کې ځانګړي عملیات کړي او د طالبانو د مخدره توکو دوه فابریکې او د وسلو یوه لویه زېرمه یې له منځه وړې ده.

د محب په خبره افغان هوايي ځواکونو پر دغو دوه فابریکو او د وسلو په زېرمه له هوا نه بمبار کړی دی.

خاک سفید له بکواه وروسته د فراه دویمه ستره ولسوالي ده چې د طالبانو تر ټولو زیاتې د مخدره توکو فابریکې په کې فعالې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان مخدره توکو د تولید او قاچاق له لارې هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالر عایدات لاسته راوړي چې ډېره کمه اندازه یې بیرته د جګړې په لیکو مصرفېږي او زیاتې پیسې یې د طالب قومندانانو جیبونه پړسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *