تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۱مه: ځايي چارواکي مني چې درې اوونۍ وشوې په فراه کې د مخابراتي شبکو خدمات قطع دي.

 د فراه ولایتي شورا وايي، له سلام شبکې پرته په فراه ولایت کې د نورو  ټولو مخابراتي شبکو خدمات پرې شوي دي.

  خو ځايي خلک وايي، په ګڼو سیمو کې د سلام شبکې فعالیتونه هم محدود دي او خلک له دریو اوونیو راهیسې له مخابراتي خدمتونو څخه په ټوله معنا محروم دي.

 که څه هم د فراه د مخابراتو ریاست تر اوسه د مخابراتي خدمتونو د پرېکېدو علت نه دی په ډاګه کړی خو داسې ویل کېږي چې د طالبانو د ګواښونو له کبله شبکې مجبورې شوې دي چې خدمات پرې کړي.

 سرچینې تاند ته وايي، یوازې په فراه ښار کې سلام شبکه فعالیت لري او له ښاره بهر سیمو کې هم هغلته دا شبکه کار کوي چې انتن ولري.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ګواښونو له کبله تر دې وړاندې په شمالي اووه ولایتونو، مزار شریف او نورو سیمو کې هم مخابراتي شبکې په ټپه درېدلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *