تاند: افغان پوله ساتو ځواکونو د فراه ابونصر فراهي بندر ته نژدې په میل ۷۸ سیمه کې دوه ایراني پوځیان لاس په لاس نیولي دي.
چارواکي وايي، دغه دوه پوځیان له خپل نظامي موټر سره نږدې ۲۰۰ متره د افغانستان خاورې ته راننوتي وو.
امنیتي چارواکي وايي، دغه دواړه ایراني پوځیان لا هم د دوی په ولکه کې دي او د دوی په اړه تر وروستۍ پرېکړې به یې له ځان سره وساتي.
ځايي خلکو ویلي، چې ایران په دې غبرګون په سرحدي ساحه کې پر افغانانو ویشلې بریښنا پرې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني سرتېري تېر کال هم څو څو ځله د افغانستان خاورې ته راننوتي وو او اعلان یې کړی وو چې عملیات یې هم کړي دي، خو افغان چارواکو په دې اړه چوپتیا غوره کړې وه.