تاند، شنبه، ۵مه: فراه کې د بهرنیو هوايي ځواکونو په برید کې د طالبانو یو مرکز او د وسلو ډیپو له منځه تللی دی.
د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وویل، بهرنیو ځواکونو بیګاه ناوخته پشت کوه ولسوالۍ په کاریزک کې عملیا ت کړي او د ملا حنظله په نوم د طالبانو د یو مشهور طالب قومندان مرکز یې له منځه وړی دی.
محب زیاته کړه، د برید په ځای کې ملا حنظله خپله نه و خو د جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه یې هم کره معلومات لا نشته.
نوموړی وايي، دې برید کې څلور موترسایکلونه، یو سراچه موټر او ګڼې وسلې تخریب شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې د بالابلوک ولسوالۍ د طالبانو د یو قومندان مرکز په نښه کړی او له منځه وړی و.