تاند، چهار شنبه،د جدي ۱۸مه: د افغانستان دفاع وزارت ومنله چې په فراه ولایت کې يې نن له غرمې وړاندې یوولس بجې یوه څرخکه سقوط شوې ده.

د وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وویل، د MI 35 روسي ساخت څرخکه د فراه ولایت له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې په لاره کې د تخنیکي عوارضو له کبله سقوط شوې ده.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې يې ۲ پیلوټان هم وژل شوي دي خو پلټنې يې په اړه روانې دي، چې جزیات به یې وروسته نشر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روسي ساخت څرخکو د نسکورېدو پیښې زیاتې تر سترګو کېږي.

افغانستان د دغو څرخکو د تخنیکي عوارضو د جوړولو او ترمیم په برخه کې د مسلکي کادرونو د نشت له ستونزې سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *