تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: د کرنې وزارت وايي، په فراه ولایت کې سږ کال د انارو حاصلات ۱۱ سلنه لوړ شوي دي.
د چارواکو په خبره سږ کال په ۸۲۸۴ هکټاره ځمکه په انارو پوښلې وه او حاصلات یې هم ۱۴۵ زره ټنو ته رسېږي.
د فراه ولایت د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده وايي، په ۱۳۹۷ کال کې د فراه د انارو حاصلات ۱۳۰ زره او ۵۳۶ ټنه وو، خو سږ کال دا اندازه ۱۴۵ زره ټنو لوړه شوې چې ۱۱ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.
د فراه د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په دغه ولایت کط ۷۸۴۰ هکټاره ځمکه د انارو په باغونو پوښلې وه چې له هر هکټار څخه یې ۱۶ اعشاریه ۶ ټنه انار اخیستل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه د هر هکټار څخه۱۷ نیم ټنو ته لوړه شوې ده.
فراه او کندهارهغه ولایتونه دي چې د هيواد تر ټولو زیات انار په کې کېږي، خو خلک یې د خپلو تولیداتو لپاره مناسب بازار غواړي.