تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د پاکستان د مشرانو جرګې غړی فرحت الله بابر د ولسشمر غني د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته په ټویټر د افغانانو د ډیموکراټیکو ارزښتونو د نه بدلېدو ستاینه کړې ده.
فرحت الله بابر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشر غني دوی د سهارنۍ لپاره ارګ ته دعوت کړي وو چې د بابر په وینا په دې وخت کې علي وزیر مې غوږ ته رانږدې شو او ویې ویل، ایا ته له ولسمشر سره په څنګ کې د پوځ کوم جنرال؟ یا د پوځي جنرال سکرتر یا بل دریشي کړی نظامي کس وینې؟ دوه لسیزو جګړود افغانستان د خلکو ډیموکراټیک ارزښتونه هیڅ ونه ځپلی شول.
فرحت الله بابر همدا راز پاکستان ملامته کړی دی چې ولسمشر غني د یو منتخب ولسمشر په حیث ټول دپلوماتیک پروتوکولونه مات کړل او د پاکستان د پوځ مرکزي قومندانۍ ته د سولې په لټه ورغی، خو دغه هیواد ورسره هیڅ د ګاونډیتوب همکاري ونه ښودله.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې تر ملکي حکومت په پرتله واکمن حکومت د نظامیانو دی او ملکي ادارو ته یې تش سمبولیک ارزښت ورپاتې دی.