تاند- د چین د نانجینګ د ځوانانو د دوبي په المپیک لوبو کې د افغانستان یوازینۍ ښځینه لوبغاړې فرحناز یعقوبي لومړنۍ لوبه پر تایلنډۍ لوبغاړې وبایلله.

فرحناز یعقوبي د چین په دوبنیو المپیک لوبو کې د افغانستان بیرغ ورپاوه. د افغانستان د المپیک کمېټې وویل چې په دې سیالیو کې د فرحناز ګډون په خپله یو ویاړ دی.

د المپیک کمېټې غړي وايي چې فرحناز به تل په دې خاطر یادېږي چې په المپیک لوبو کې یې د افغانستان استازیتوب کړی دی.

سږ کال د ځوانانو د المپیک په دوبنیو مسابقو کې فرحناز یوازینۍ لوبغاړې ده چې د افغانستان له لوري یې ګډون کړی دی خو د المپیک کمېټه وايي چې د ۲۰۱۸ کال په المپیک لوبو کې به زیات ځوانان په المپیک لوبو کې د ګډون لپاره وروزي.

فرحناز د تکواندو په څانګه کې له تایلنډۍ لوبغاړې سره مخامخ شوه.

د چین د نانجینګ د ځوانانو دوهم المپیک مسابقې د شنبې په ورځ پیل شوې. په دې سیالیو کې د بېلابېلو هیوادونو ۲۸۰۰ لوبغاړي په ۳۰ سپورتي څانګو کې سیالۍ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *