تېر کال چې نوروز ته یوه ورځ پاتې وه، د سهار له خوا په خواله رسنیو کې د یوې ښځې ویډیو خپره شوه چې په سر یې وینې راماتې وې، پښې یې لوڅې او تور حجاب یې په تن وي او کابلیانو ورته موبایلونه نیولې دي عکسونه یې اخلي، خودا په لړزیدلي او ویریدلي غږ څه وايي؟! خو دا غږ د ایمان او غیرت په جذبه د را پاریدلو خلکو په غوصه ناک شور ماشور او بیروبار کې هیڅوک نه اوري.په دغو فلمونو او عکسونو کې ښکاري چې شاوخوا لري پولیس ولاړ دي او ددې هر څه ننداره کوي، خو په فرخندې له هرې خوا د څوک څپیړې او لغتو باران جوړ دی، نورو بیا هڅه کوله چې که هر شی لاس ته ورشي او د هغې په لور یې ور ګزار کړي او په دغه ستر ثواب کې ځان شریک کړي، هغه ثواب چې متعصبو ملایانو دوی ته ور ښودلی دی، هغه ثواب چې د ملایانو په خبره ټول ګناهونه به یې وبخښل شي. د الله اکبر په نارو کې د کابل ښار اوسیدونکو او هلته ولاړو پولیسو د فرخندې غږ نه اوریده، بیا موټر ورباندې وخيژول شو او په اخر کې یې چې سا وخته مړي ته یې اور ورته کړ او ددې مظلومې غږ غلی شو. هغه چا چې د فرخندې په وژلو کې برخه درلوده یا یې یو کاڼی د هغې خواته ګزار کړی و، په ډېر فاتحانه انداز کورونو ته ستانه شول او هغه چې په دغه ثواب کې یې نصیب نه و، ارمان یې کاوه چې کاش د دومره عظیم ثواب موقع يې له لاسه نه وای وتلې. هو! د فرخندې غږ کابلیانو وانه ورید، د قانون نافذونکو پولیسو او د کابل د جوماتونو ملاامامانو وانه ورید، خو دا غږ ډېر ژر د نړۍ هر ګوټ کې تر خلکو ورسید او ټوله دنیا یې حیرانه کړه چې افغانستان په رښتیا هم د ښځو لپاره د ځمکې په سر جهنم دی. له دې پېښې وروسته فرخنده د ښځو لپاره د عدالت په سیمبول بدله شوه، داسې سیبمول چې هره افغان میرمن کولای شي په خپل چاپیریال کې چې ورباندې کوم ظلم او زیاتي کېږي دهغې نښې او نښانې د فرخندې په څيره کې وګوري.
د فرخندې د پېښې په اړه ډېر تحقیق ته اړتیا نشته، ځکه ددې پېښې عاملانو په ډېر افتخار هر څه خپل ثبت کړي دي، که چیرته دا عکسونه او ویډیوګانې هر څوک وګوري پوهیږي چې دې پېښه کې د چا لاس و، دلته ظاهرا د پېښې اصلي عاملان د ښار لنډغر، متعصب ملایان او ناکاره پولیس یادولی شو. د دې تر څنګ یې نور پټ ابعاد هم لرل، خو که همدغه درې کټه ګورۍ په ژوره توګه وڅیړل شي هغه نور ابعاد یې هم را جوتیږي. خو دغې پېښې په مجموعي ډول زموږ د ټولنې له ډېرو پټو اړخونو پرده پورته کړه او ټولو ته یې ټکان ورکړ چې یو ځل بیا پر خپل موقعیت، خپل فرهنګ او خرافاتي عقایدو له سره فکر وکړي. دلته د فرخندې په پېښه کې همدغو درې مواردو ته اشاره کوم.
دویم، د فرخنده د ښاري لنډغرو له خوا ووژل شوه، هغه لنډغر چې په ټول ژوند کې يې سم کار نه دی کړی، په لسګونو جرمونو او جنایتونو کې ښکیل دي او له همدې ځانته ډوډۍ پیدا کوي او په خلکو په زور ځان مني. د لنډغرۍ دغه فرهنګ زموږ د جنګي او بې ثباتي ټولنې محصول دی. د تنظیمي جګړو، پاټکونو، غلا غدۍ او بیکارۍ محصول دی، د لنډغرۍ فرهنګ زموږ سیاسي جهادي تنظیمونو او مشرانو ته ګټه کوله ځکه یې دغه لنډغر پالل او روزل، تر څو د خپل حریف تنظیم په مقابل کې له دوی کار واخلي، نن سبا هم که وګورو په کابل او ټول هېواد کې مشهور لنډغران د سیاسي جهادي تنظیمونو د مشرانو له خوا حمایه کېږي، د هغوی عکسونه، نوم او نښان استعمالوي او په دې توګه ځان تر قانون پورته ګڼي، بلکې خپل دوی قانون لاس کې اخیستی هر څه یې چې زړه وغواړي په خلکو کوي. د فرخندې په پېښه کې د ښکېلو مهمو متهمینو سابقه که وکتل شي ټول یې همداسې یوه مخینه لري. دغه لنډغر چې په ژوند کې يې هیڅ سم کار نه دی کړی، ځانونه هم مسلمان بولي او بیا د مسلمانۍ او ایماندارۍ په چوکاټ کې ځانونه ورته ګناهکاره هم ښکاري، داسې کسان له رواني پلوه هر وخت په دې لټه کې وي چې څنګه کولای شي خدای ته نږدې شي، څنګه کولای شي داسې یو کار وکړي چې خدای پاک یې ټول کړي ګناهونه ورمعاف کړي. کله چې د فرخندې د پېښې په څیر د ثواب موقع په لاس ورشي نهایي هڅه کوي چې دا ثواب ورنه تیر نشي او پرې وردانګي. که موږ چیرته د کابل د جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې کې د لنډغرو له خوا هره ورځ د ترسره شویو جرمونو او جنایتونو کچه وګورو بیا پوهیږو چې دلته لنډغري څومره عامه ده او څومره د خلکو ژوند ګواښي. همدا اوس د کابل او نورو مهمو ښارونو کې د سلګونو فرخندو ژوند د همداسې لنډغرو له لاسه تنګ دی، پوهنتون، ښوونځي او کار ته د نجونو په لار کې خنډ واقع کېږي او بلاخره د دوی د موجودیت له لاسه زموږ زیاتره کورنۍ خپلې لوڼې په کورونو کې کینولې دي او په دې توګه له تعلم او کار نه بې برخې شوي دي. خو د فرخندې په پېښه کې ددغو لنډغرو نقش دومره جوت شو او خلک متوجه شول چې که حکومت او زموږ سیاسي مشران ددوی د کنترول لپاره لاس په کار نشي، د یو لوی او نه کنترولیدونکي بحران خواته مو بیايي.
دویم،د فرخندې پېښې تر بل هر چا زموږ په ټولنه کې دیني مراجع سخت چلنج سره مخ کړې، هغه مراجع چې عملا د جوماتونو له منبرونو هره ورځ تشدد، افراطیت او ښځو سره زورزیاتی تاییدوي، افغانستان غوندې یو هېواد کې دین د فرهنګ یو تر ټولو مهم جز دی، همدا علت دی چې دلته د ټولنې مستقیمه رهبري همدغو دیني ملایانو او مشرانو سره ده. دغه لنډغرو چې د فرخندې په ضد کوم اقدام وکړ، د هغې جواز ورته همدغو ملایانو ورکړی دی، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د ملا علمیت او پوهه خلکو ته مهمه نه ده، د هر ډول ملا خبره په پټو سترګو مني او د یوې دیني مرجع په سترګه ورته ګوري چې فکر کوي ښه او بد یوازې همدوی تشخیصولی شي. زموږ دغه ملایان هم په هر شي بې له دې چې فکر پرې وکړي ژر قضاوت کوي، بلکې دوی سره د هرې مسئلې په اړه له وړاندې یو قضاوت موجود وي. د فرخندې له پېښې وروسته چې په سم لاسي توګه کوم غبرګونونه مخې ته راغلل له بده مرغه په لومړيو کې اکثریت خلکو دا عمل تایید کړ، حتا د وزیر اکبر خان د جامع ملا نیازي دا د همداسې سزا مستحقه وبلله، نورو ډېرو کسانو چې حساب پرې کېده په لومړیو کې په خواله رسنیو کې ژر غبرګون وښود او د فرخندې د وژنې هرکلی یې وکړ، دوی اکثریت هغه کسان ول، چې غوښتل د عام ټولنیز ذهنیت سره سم، که د فرخندې وژل تایید کړي ټولنیز اعتبار او منزلت به یې زیات شي، نورو بیا عمدا د ښځو په ضد چې کوم تصور ددوی ذهن کې موجود دی د هغې په اساس د فرخندې وژل وستایل. دوی فکر کاوه او داسې یې فرض کړې وه چې دا به کومه بازاري ښځه وي، کوم چې د ملایانو په اصطلاح شرعي احکامو سره سمې جامې نه اغوندې نو داسې ښځې خو هسې هم د وژلو دي، خو که چیرته مقدساتو ته توهین وکړي بیا خو باید تر دې په بد مرګ ووژل شي، خو کله چې د وخت په تیریدو څرګنده شوه چې فرخنده د ملا نیازي په څیر ملایانو د فرضیو خلاف محجوبه او یوه ایمانداره او مومنه ښځه ثابته شوه، سم د لاسه هرې مذهبي ډلې کوښښ وکړ چې ښکاره کړي دا خو ددوی د دعوت او تبلیغ غړې وه. د فرخندې پېښې ټولو په ځانګړي ډول مذهبي ډلو او افرادو ته دا درس ورکړ چې دوی باید په فرضیو پسې لاړ نشي، تر هغو چې ورته یوه خبره ثابته شوي نه وي، حکم باید ونه کړي، په مجموع کې له دې پېښې وروسته په خواله رسنیو کې چیرته چې ډير شایعات خپریږي، که به چا کومه اوازه خپره کړه لاندې به خلکو ولیکل چې «پام د فرخندې پېښه خو مو په یاد ده، اول معلومه کړی چې حقیقت څه دی بیا قضاوت وکړی.» لږ تر لږه دغې پېښې زیات خلک حساس کړل چې په یوې اوازې اول فکر وکړي بیا غبرګون وښيي. دلته تر هر څه لومړی باید زموږ دیني مراجع تعریف او وپيژندل شي چې څوک او کوم دیني بنسټ دا حق لري چې په دغسې مواردو کې نظر ورکړي، زموږ دیني علما باید په دې برخه کې ډېر کار وکړي او هغه اخوندان او ملایان چې په کم دیني علم لویې دعوې کوي او بیا له خیټې فتواوې صادروي د هغوی په ضد باید ودریږي او د اسلام ريښتنې او انساني بڼه ټولنه کې مروجه کړي. په دې برخه کې دولت د خپلو دیني بنسټونو له خوا د سمو دیني ریفورمونو او اصلاحاتو له لارې کولای شي زموږ دیني مراجع اصلاح کړي چې بیا هسې حق ناحق په خپل سر قضاوتونه ونه کړي.
درېیم، که چیرته یو یوې ټولنه کې قانون حاکم وي، قانون نافذونکې ادارې او افراد خپل مسوولیتونه وپيژني، نه لنډغر او نه هم خپلسري ملایان څه کولای شي، همدا نن چې موږ هره میاشت د بشري حقونو د ملي او بین المللي ادارو نه د افغان میرمنو سره د تاوتریخوالي کوم ارقام لولو، ډېر وحشتناک دي، چې لوی علت یې د خپلسرو وسله والوډلو شته والی، په پولیسو او امنیتي ادارو کې د مافیا او لنډغرو نفوذ او پراخ فساد ښودل کېږي. که چیرته موږ مسوول پولیس درلودلی، په هغه ورځ یې کولای شوای د فرخندې د وژنې مخه ونیسي. داسې پېښه به تر اوسه د نړۍ هیڅ ځای کې نه وي رامنځته شوي چې لسګونه پولیس ولاړ وي او ډله خلک راشي او یوه میرمن د دوی تر مخه په بې رحمۍ ووژني، دا کار یوازې افغانستان کې امکان لري، چیرته چې د پولیسو او قانون نافذونکو ادارو په اړه تر بل هرځای ډېر شکایتونه او د سرغړونو موارد موجود دي. د فرخندې په پېښه کې د پولیسو او امنیتي ادارو بې غورۍ موږ را ښيي چې د همدغسې بې مسوولیته پولیسو له لاسه هر ورځ د څومره فرخندو ژوند له ګواښ سره مخ دی. کله چې موږ د قانون د حاکمیت خبره کوو، د هغې له پاره قانون نافذونکې سالمې ادارې او افراد په کار دي، تر هغو چې زموږ دغه ادارې اصلاح نشي، دلته به هر لنډغر را پاڅيږي او هرې میرمن ته به لاس اچوي او هر ملا به را پاڅیږي او په خپل سر به فتوا ورکوي.
په اخر کې دومره وایم چې د فرخندې قتل یوه داسې پېښه وه چې هغې کې زموږ د ریاکارې، خرافاتي او له تعصبه ډکې ټولنې ټول اړخونه یو ناڅاپه را جوت شول، د فرخندې پېښې موږ ته خپله ټولنه لکه ایینه مخې ته کېښوده چې هلته خپل ځان او زموږ په ټولنه کې چې د انسان مقام او کرامت سره څه روان دي ټول یې راته څرګند کړل. لکه دلته چې د ښځو په وړاندې کومه پټه عقده او خشونت د ټولنې په رګ رګ کې ځای نیولی دی، دغو ټولو خشونتونو لاس سره یو کړ او د فرخندې په پېښه کې یې یو دم ځان را ښکاره کړ. فرخنده د ټولو افغان میرمنو د مشترک درد یوه بېلګه شوه او د ټولنې ويښ وجدانونو ته یې ټکان ورکړ، چې لا زیات بیداره شي او پرې نږدي نورې میرمنې د فرخندې په برخلیک اخته شي.