نوی فکر - فرخنده

د نوي فکر مطبوعاتي اعلامیه –

نن شنبه د وري په ۸مه نېټه، د نوي فکر په مرکزي دفتر کې د شهیدې فرخندې روح ته د دعا په مؤخه د قران کریم ختم او د نوموړې روح ته د دعا مراسم تر سره شول په دغه غونډه کې چې شاوخوا سلو تنو ګډون کړی وو، د فرخندې روح ته دعا وکړه، د هغې کورنۍ او د افغانستان ملت ته یې تسلیت ووایه.

نوی فکر – د جرم له ثبوت پرته د افغان میرمنې فرخندې قتل او صحرايي محاکمه په کلکو ټکو غندي او دا جنایت د افغان، مسلمان او سر لوړي ملت په حیثیت او وقار بېرحمانه ګذار بولي.

مونږ له امنیتي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د میرمن فرخندې فاتلین د عدالت منګولو ته وسپاري او هغه منیتي منسوبین چې د دې کرغېړن جنایت په مخنیوي کې پاتې راغلي او یا یې غفلت کړی، عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *