مجمد مصطفي سمون
په ټولیز ډول دا فکر نه دی خور، چې فردي ګټې څنګه په ملي واړوو؛ ترڅو د نورو د ژوند  له اړخونو هم اګاه شو. فرد ګرا تل داسې انګیري، چې ژوند د فردي تصور په بناء فردي ګټې دي او بس؛ خو اصلاً دا تصور هیڅ امکان نه لري. هر فرد د ټولنې له بطن راوتلی، چې بیا هر یو د خپل مسلک له مخې د ټولنې په منسجموالي او اړیکو پاللو کې خپلې پېرزوینې کوي. له همدې سره ځینې په شعوري او ځینې په غیرشعوري توګه د ملي توب رنګ اخلي، چې له سره بیا انساني تفکر د قومیت، مذهب او بغض له دایرې راوځي او له هر وګړي سره چې له دوی سره په جغرافیه کې ژوند کوي د یو وجود د غړو په څېر چلن کوي. له همدې ځایه د افرادو د لید زاویې پراخیږي. د ټولنې د افرادو ترمنځ د روابطو او امن تار غځول کېږي بیا ټولنه نوی رنګ اخلي. د فرد ګراۍ ګټې یوازې د فرد د تصور په بناء وي، ځینې یې ویني او ځینې هیڅ له دې ډول اعمالو خبر هم نه وي. دا ځکه چې ټولنه د افرادو مجموعه ده؛ نو همدا یې لاملونه دي، چې ژوند د فرد له تصوره راووځي او د ټولنې رنګ واخلي. د فرد ګرایۍ اصل په فردي تدبیر را چورلیږي؛ د ملي ګرایۍ فکر هم د فرد وي؛ خو دلته د فرد په درون کې د انسانپالنې، هېواد پالنې او ژوند ته د نوې زاویې کتنې تصور ویښ وي.
د ملي توب فکر په ښه توګه هغه وخت وده کوي، چې د ښوونځي په دور کې د ملي توب انګېزه ورکړل شي. ژوند د همدې شېبو په ګرداب کې تېرول له سکونه ډک وي. ملي تصور په فرد باندې داسې حاکم وي، چې هر وګړي ته د ژوند خبرې وکړي او احساسات یې په ملي رنګ، رنګ کړي.
ټولنه په فرد ودانه ده، خو د فکر جوړولو او ملي توب رنګ هغه وخت لا تیتدای شي، چې ټولنه کې د فردي تصور سره د ملي ګرایۍ اخلاق وصل شي.
موږ په ټوله کې فردي ځواک په عقدو، بغض او دروني زور تېروو، د ټولنیز ژوند د تحول په اړه فکر نه کوو. اصلاً د دې کړنلارې د خورېدا لپاره باید ذهني چاپېریال اماده شي، چې د ټولنې هر فرد خپل انځور پکې وویني او ذهني ځواکمنتیا ته د تدبر له لارې د ژوند مسیر وټاکي. له دې سره به ژوند کې ملي تفکر پر فردي حاکم شي او ټولنیز ژوند به په نوې بڼه رنګ واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *