سېلاب

“ هر منفي حالت یو مثبت احتمال لري، چي فرصت ورته ویل کیږي، دا ستا د فکر په زاویې اړه لري، چي یوې پېښي ته څنګه ګورې. که چیري کمي منابعې ولرئ، دا به تاسو ته دا زمینه برابره کړي، چي نور کار هم وکړئ او منابعې زیاتي کړئ. د جګړې بایلل به مو په زړه کي د همدردۍ قوه زیاته کړي، د ژوند پېښي مو د ويري له کبله مه ځنډوئ، دا ستاسو په ځانګړتیا اړه لري، چي څنګه هر منفي شی په مثبت بدل کړئ”.

Hood Alchemy

  په ژوند کي ډېر لږ د مچیو له چیچلو سره مخامخ شوي یو، نور ټول حالتونه موږ پخپله ټاکو. “ د انسان له یوه هدف څخه بل هدف پیدا کیږي. اول څوک له حملې څخه ځان ساتي، وروسته خپله په بل حمله کوي”. که یو څوک حمله درباندي وکړي، نو ستا توجو هغه لګښت ته کیږي، چي په جګړې دي کړی، او دا خوی د ناکامو خلکو دی، کامیابه خلک ځانونه تر فشار لاندي نه راولي، بلکې دوی پرېکړه د دماغ په واسطه کوي او د احساساتو تر تاثیر لاندي نه راځي. دوی منفیات د ځانو له پاره د ويښتیا سیګنلونه ګڼي، د خپل هدف د ترلاسه کولو له پاره انرجي دوو چنده کوي، چي په نتیجه کي دښمن حیرانیږي او له ماتي سره مخامخ کیږي.

  کله چي وظیفه نلرو، زموږ خیالونه د وظیفو په ادارو کي ګرځي. بیا چي وظیفه پیدا کړو د قدرت او پیسو غوښتونکي شو. د پخوانیو خلکو غوښتنې له دې هم پورته وې او په یوه داسي ډبري پسي ګرځېدل، چي اوسپنه یې په سرو زرو بدلوله. داسي ډبره خو یې پیدا نه کړه، خو د دې ډبري له کبله یې په کیمیا کي نور ډېر حقایق وموندل.

جورج واشنګټن د امریکا لومړی اولسمشر تېر شوی دی. کله چي یې د برتانیا خلاف جګړه کوله، د فوځ مشري د ده په لاس کي وه. په 1777 کال د برتانیا سره په جګړه کي شاته ولاړل، دغه دوره د واشنګټن په ژوند کي یوه توره دوره ګڼل کیږي. فوځیان یې وار په وار لږېدل، د خوراکي موادو د کموالي او د کالیو د خرابوالي له امله فوځ په بد حالت کي وو، سخت ژمی هم وو. په دغه حالت کي یو عادي مشر انتظار باسي، چي ژمی تېر شي، ترڅو د جګړې د ګټلو چانس برابر شي، خو د جورج واشنګټن ذهني نقشه له نورو بیخي بدله وه، ده ویل چي زموږ فوځیان لږ دي، برتانیا له موږ څخه د خطر احساس نه کوي، خو زموږ د فوځیانو لږوالی دا ګټه کوي، چي دښمن نه شي خبرېدلی، موږ په پټه کولی شو، په دوی حمله وکړو. په ټرنټون کي یې د برتانیا په چاوڼۍ حمله وکړه او په پرنسټن کي یې برتانوي مالونه ونیول. دغه فکر ده ته په جګړه کي بریا ورکړه، د بریا په نتیجه کي یې اولسي ملاتړ ترلاسه کړ، اولس ده ته د امریکا د “ګرېټ ليډر” لقب ورکړ. واشنګټن د خپل فکر له یوې زاویې څخه هم دې ته انتظار و نه باسه، چي فوځیان زیات شي، خوراک، کالي او موسم برابر شي، بلکې ده دغه منفي اړخونه په مثبت بدل کړل او هغه فرضیه یې حقیقي کړه، چي یوه ډبره اوسپنه په سرو زرو بدلوي.

  دریم کال/ پرلپسې ۱۲۵مه ګڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *