د مصر پاچا فرعون چې د خدايۍ دعوه یې کړې وه، یوه ورځ یې دربار ته یو سړی ورغی، فرعون ته یې د انګورو یو وږی ورکړ او ورته وې ویل: که ته خدای یې نو د انګورو دا وږی په طلا واړوه.

فرعون د دې کار ترسره کولو لپاره هغه کس نه یوه ورځ مهلت وغوښت؛ ورځ تیره او د شپې په راتګ فرعون سوچونو او فکرونو پسې واخیست چې سبا به هغه کس ته څه ځواب وایي؛ ځکه فرعون د دې کار له کولو څخه عاجز و او په اندیښنو، اندیښنو د خوب په بستر پریوت.

شیبه لا تېره نه وه چې ناڅاپه یوغږ، هغه د سوچونو له ټاله راوغورځوه، فرعون پوښتنه وکړه: څوک یې؟

ګوري چې شیطان یې کوټې ته ورننوت او ورته یې وویل: خاورې دې ستا په دې خدايۍ واوړي چې نه پوهیږې د دروازې تر شا څوک دی؟

په همدې خبرو کې شیطان د انګورو پر وږي څه وویل او تر شیبه ځنډ وروسته په طلا بدل شو او بیا شیطان فرعون ته وویل: زه له دې دومره توان سره، سره د خدای تعالی د بندګۍ لیاقت نلرم او ته له خپل دومره حقارت سره د خدايۍ دعوه کوې.

شیطان چې د بیرته تلو په حال کې و، فرعون ورته وویل: ولې دې انسان ته سجده ونکړه چې د خدای تعالی له درباره وشړل شوې؟

شیطان د فرعون په ځواب کې وویل: ځکه پوهیدم چې د انسان له نسل څخه ستا په څیر جاهل خلک رامنځته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *