تاند- د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د عاشورا د ورځې له فرقوي تاوتریخوالي وروسته شخړې د دغه هیواد د پنجاب بېلابېلو سیمو ته غځېدلي او په پنډۍ کې د ګرځبندیز موده نوره هم اوږده کړای شوې ده.
په راولپنډۍ کې د جمعې د ورځې له خونړیو نښتو وروسته، چې په لړ کې یې ۸ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول، پرون په ګرځېدو بندیز اعلان شو چې دا دی نن هم بندیز دی او د موبایل ټېلفون شبکه هم له کاره غورځول شوې ده.
پوځ په پنډۍ او دغه راز د پنجاب ایالت په یو شمېر نورو سیمو لکه ملتان کې ځای پرځای شوی دی.
د اهل سنت والجماعت ډلې اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د پنډۍ ښار په شخړو کې به د خپلو ملګرو د جنازې لمونځ او مراسم نن د راولپنډۍ په لیاقت باغ پارک کې پر ځای کړي خو د پنجاب ایالتي حکومت ویلي چې چا ته به د غونډو او یوځای کېدو اجازه ورنه کړي.
پرون ماښام پوځ په ګرځېدو راګرځېدو بندیز یو څه نرم کړ خو له حالاتو ورته داسي ښکاره شوه چې لا هم د شخړو خطر شته نو یې ګرځبندیز اوږد کړ.

په ملتان کې د فرقوي نښتو په ترڅ کې لږترلږه ۲۷ تنه ژوبل شوي خو پوځ په کوڅو او واټونو کې ځای پرځای شوی او خلک راغونډېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان پنجاب د فرقوي اختلافاتو مهم مرکز دی. د دغه ایالت متعصبه او سرزوري عناصر د پاکستان په نورو سیمو کې هم فرقوي تاوتریخوالی کوي.
دوه کاله وړاندې په کابل کې هم د عاشورا په مراسمو کې وژونکی برید د پاکستاني سرزورو کار بلل شوی و.
هغه څه چې پاکستان په تېرو کې کرلي دي، نن يي یو په یو ثمره ګوري. ورځ يي له دې هم بدتره غواړم
که په پاکستان کی میشت قومونه لکه پښتانه، بلوڅ او سیندیان مغزه لری د پنجپیانو ددی عمل څخه چی په پنجاپ کی یی د یوی عادی پیښی په پیښیدو سره بندیز لګولای دی او ورته او لدی که سختی پیښی په پښتونخوا، بلوچستان او یا سیند کی کیږی نو بیا هیڅ خبره هم نده نه بندیز لګول کیږی او نه نوره توجه ورته کیږی. وګوری د تور مخیو پنجپیانو دی عمل ته چی په پاکستان کی یی کوی.
موږ د افغانستان پښتانه د پښتونخوا له پښتنو او په ځانګړی ډول د طالبانو هیله لرو چی اوس خو نو دا تور مخی پنجپیان لږ وپیژنی او د دوی د اعمالوڅخه درس واخلی په پښاور او یا د پښتنو په نورو سیمو کی خپل پښتانه مه وژنی او که وژنی یی نو پنجپیان مړه کړی دا ځکه چی دا د پاکستان د ټولو فومونو دښمن دی او همدغ پنجپیان دی چی بی له پنجاپ څخه یی د پاکستان په نورو سیمو کی اور بل کړی دی او جګړه یی د پنجاپ په ګټه ګرمه کړی ده او هیڅ جا ته اجازه نه ورکوی چی په پنجاپ کی امنیت خراب شی او چی کوچنی پیښه وشی نو بیا په پنجاپ کی په ګرځیدلو او ټیلفونونو بندیز ولګوی.
همدارنګه موږ د پاکستان له هغو سیاستوالو چی په نورو قمونو اړه لری او پنجپیان ندی هم دا هیله کوو چی د پنجپیانو دا د مور او میری سیاست چی په پاکستان کی یی کوی توجه وکړی او د پنجاپی سیاستوالو په اعمالو او کړنو ځانونه پوه کړی .