سید اصغر هاشمي

د الله تعالی په موجوداتو کې مې ډېر بې فکره، بې عقله، بې تمیزه او غیر ژوندي څېزونو نه ځینې داسې کړنې ولیدې چې په اکثروانسانانوکې نه لیدل کېږي.

ډېرې ونې مې ولیدلې چې په ګرمي او یخنۍ کې نېغې ولاړې دي، بې احسانه انسانانو ته خدمت کوي او په کال کې یوځل انسانانو ته میوې ورکوي، همدا ونې په پسرلي کې شنې شي، هوا ته تغیر ورکوي او انسانان یې له سیوري استفاده کوي.

هو! د ونې فرمانبرداري ته هيښتیا پکار ده.

یو شاعر وایي:

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

رښتیا چې ونې په خزان او بهارکې د خپل مالک تابع داري کوي، د ژوند سختې په ځان تېروي خو خپله حوصله له لاسه نه ورکوي.

د سیندونو فرمانبرداري وکورئ. حرکت کوي، ځمکې خړوبوي، فصلونه شنه کوي، اب هوا ته تغیر ورکوي او هر طرف ته چې ځي له ځانه سره ښیرازي وړي.

په حرکت کې برکت وي، نو ځکه سیندونه هم ځای پر ځای نه ودریږي او پوهیږي چې زموږ فرمانبرداري په حرکت کې ده. ډنډونه چې ځای پر ځای ولاړ دي، هېڅکله آبادي نه شي راوړی او د دوی تابعداري ته د شک په سترګو ګورم.

پلونه هم تابعداره دي، انسانانو، حیواناتو اوداسې نورو توکو سره مرسته کوي، دغه ټول شیان یې پر سینه حرکت کوي او خپلې ستونزې حلوي خو دې بېچاره هېڅکله د خستګۍ احساس ونه کړ. پلونه چې د کومې وظیفې لپاره جوړ شوي دي، خپله متابعت کوي او له سیندونویې د فرمانبردارۍ درس زده کړی دی.

اسمان کې د ورځې لمر پیدا کوي او سپینه رڼا کوي، انسانان کارونو ته ځي او د پرمختګ لپاره هڅې پکې پیل کېږي.همدا لمر دی چې ټولوژوندیواو غیر ژوندیو څېزونو ته خدمتونه کوي.

د لمر راختل او راپریوتل، د سپوږمې پیدا کېدل او فناکېدل، د ورځې او شپې راتلل، بارانونه کېدل او شپه او ورځ بې ستنې ودریدل د اسمان تابعداري الله تعالی ته ده.

دا چې انسان اشرف المخلوقات دی، له ټولو ژوندیو توکو یې توپیرونه زیات دي، په خاص ډول د فکر کولو امتیاز یې له نورو څخه بېلوي. الله تعالی ورسره د همدې لپاره حساب او کتاب کوي چې د ځانګړې وظیفې لپاره یې پیدا کړی دی.

د نړۍ له ټولو شیانو د انسانانو فرمانبرداري باید توپیر ولري. ډېر انسانان باید د تابعدابۍ په برخه کې له ډېرو بې فکرو غېر ژوندیو توکو نه د فرمانبردارۍ الهام واخلي او خپل کارونه سم کړي.

2 thoughts on “فرمانبرداري/ سید اصغر هاشمي”
  1. سلام
    الله تعالى انسانانو ته منطق ورکري او د منطق په واسطه ېې له نورو هيولايي، ځناورتوب، بې عقلي او بې انصاف کارونوڅخه راوباسي د سولې ، انصاف، عدالت،خواخوږي، انساني کرامت او بشپړ مساوات خواته ېې رابلي که څه هم انسان ته ېې د ښو او بدو دواړو لارې ښود نه کړې خو د ژوند جبراو اختيار ديالکتيک په اساس ځينې انسان له سمې لارې منحرف کيږي او په بده پسې منډ ې وهي نو ځکه رحمان بابا د انسان لپاره خپل صبر، استقا مت، مېړانه او عزت خپل مکان ښېې او د ونې په تعبير راڅرګندوي .
    دې کې شک نشته چې الله تعالي (ج) انسان ته د منطق او پوهې په خاطر د اشرف المخلوقات لقب ورکړي ډ ښې او بدې لاري پر سر ېې مخير کړي چې دا کار بيا نه دپاپ او نه دمارکس خيا لي فلسفه نه ده. خو له بده مرغه انسان په خپله پېژندګلوي کې ډير محدوديږي او د خپل نفس تابع ګرځي چې بيا ورته زر، زور او زن ډير اهميت لري او له همدې لاري فرعون ورنه جوريږي چې ځينې ېې د ملعون په نامه هم يادوي.
    ډير ښايسته ليکنه کې مو سترمطلب راپېچلي دي

  2. دا دیر د مطلب دک لیکل دی باید ادامه ورکری او دا مطالب د په اوسنی وضع راخی خو چی د خلکو توجو د جنگ نه واوری ددی نه هم هغه پاسنی دیر په زره پوری وو د پوهی په په باره کی او په خان باوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *