ستر روس فيلسوف نیکولای بردیایف (۱۸۷۴-۱۹۴۸)

یادونه : ګرانو دوستانو ، په دې مقالې کې راغلې نظریات د فرهنګ د تاریخ یوه پاڼه او یو نظر دی . او کېدای شي د فرهنګ په اړه ، ستاسو او آن زما له نظریاتو سره توپیر ولري .

* * * * * *
په ټولنيز ژوند کې ټول معنویات په فرهنګ پورې اړه لري. ټولنيز اهداف نه په اقتصاد او نه په سياست کې، بلکې په فرهنګ کې را څرګنديږي. او فرهنګ دی، چې په هغه کې د ژوند لوړه کیفي کچه او د ټولنې معنوي ارزښتونه او شتمني اندازه کېدای شي.
له ډېرو وختو راهيسې د نړۍ په هر ګوټ کې دموکراتيک بدلونونه رامنځته کيږي، خو د هغه فرهنګ څرګندونه نه شي کولی، چې دغه بدلونونه يې د راوستلو دعوا کوي.
د فرهنګ د موکراتيک کول، تل او هر چېرې د کیفیت او د غنا ټيټوالی رامنځته کوي. هغه په یوه ارزان شي بدلوي، داسې بې ارزښته کوي ، چې هر چا ته او هر چېرې رسيږي، ګواکي ملاخورک کيږي. زيات درديږي، زیات ګټورر کيږي او بالاخره د کیفیت له پلوه ورځ په ورځ ښکته خوا ته درومي او په یو نا ښکلی او اضافي ژانر بدليږي.
فرهنګ، تمدن ته ورګډيږي، د هرې دموکراتيک بهیر پای، تمدن ته رسېدل دي ، خو د فرهنګ لوړهکچه، تل په پخوانۍ زمانه کې پرته ده ، نه زموږ به نننۍ پرمختللې پېړۍ کې، چې تل د کچې له بهیر سره خواخوږي ښيي. په دغه رسوا پېړۍ کې ، تر ټولو پخوانیو پېړیو نه، هنر ، طبیعت او احساس خورا زيات د یوازيتوب احساس کوي. د اوسني زماني متمدن او دموکراتيک روح، انسان ته د فرهنګ هغه خواشيني او یوازيتوب ورکولی نه شي، چې فرهنګ پرې اخته دی.
احساس څه چې آن هغه ددې کلمې، یعنې د یوازيتوب په مفهوم هم نه پوهيږي. د دغو کسانو لپاره، فرهنګ دسياست او اقتصاد یوه وسيله ده ؛ د خواخوږي یوه وسيله ده ؛ د خلکو د تابع کولو له پاره ووسيله. نو تاسو انقلابیانو ته زه وایم: دومره به تاسو د فرهنګ اساسي ښېګڼه، شته والی نه لري لکه چې وایئ . د تاسو تمدن په کار دی ، تاسو د نوي ژوند د ښايسته کولو له پاره تمدن غواړی . ستاسو فرهنګ په کار نه دی، خو په دې پوه شی، چې فرهنګ او تمدن دا دواړه یو نه دي. دا دوه بېل او جلا څیزونه دي. فرهنګ، د لمانځنې زيږنده دی .

د فرهنګ سرچينه، اسطوره او تقدس دی، هغه د معبد ترڅنګه دي. د هغه طبیعت، تل د عقيدې سره اړه درلودلې ده . دغه ډول شرايط ، موږ ټول په لرغونو دورو کې وينو. هغه یوازې په یوناني او د منځنيو پېړيو او د رنسانس په دوره کې ليدلی شو .

د فرهنګ جرړې په تقدس کط نغښتې ده . او هغه مذهبي زړي لري. دغه راز د طبیعت له مخې، فرهنګ سمبولیکه بڼه لري. په فرهنګ کې ژوند، نه په رياليستي ډول، بلکې معنوي زوند په سمبولیک ډول انځوريږي. دا سمبوليزم، د پرستش او لمانځنې زيږنده دي. د هغې ټولي لاس ته راوړنې، سمبولیکې دي. په فرهنګ کې د ژوند ټولې وروستۍ او آخري لاسته راوړنې نه دي راغلې، بلکې په سمبولیک ډول، د هغه انعکاس ليدل کيږي .

په فرهنګ کې د خدای د شتوالي د راز او د هغه انعکاس راڅرګنديږي، خو به تمدن کې دغه ډول نعمت نه ليدل کيږي. په تمدن کې له عبادت سره اړيکې نه پيدا کيږي. د هغې سرچينې، ایماني نه دي. تمدن د طبیعت سره د انسان د مبارزې زيږنده دي، هغه د لمانځنې او عبادتګاه سره کار نه لري.

فرهنګ، تل له پاسه، ښکته خوا ته را خپريږي. د هغه لاره اشرافي ده. خو تمدن له کوزې خوا نه پورته ځي . هغه بورژوازي او دموکراتيک ځانګړتياوې لري.

فرهنګ د ژورې فردي او نه تکرارېدونکي اغېزې زېږنده دی، خو تمدن یو ټولنيز او تکرارېدونکې اغېزه ده.
د غير متمدن ژوند نه، متمدن ژوند ته تېرېدل، د ټولو ولسونو يوه ګډه ځانګړتيا ده او ټولې نښې يې مادي دي. د مثال په توګه د اوسيني استعمال او نور….

خو د لومړنيو ټولنو فرهنګ، په لومړنیو پړاوونو کې، ډېر هر اړخيز او په نه تکرارېدونکي ډول فردي دی، لکه د پخواني مصر، یونان او نورو….

فرهنګ تل د روح درلودنکی دی، او تمدن، یوازې وسايل او ميتود لري. د هر فرهنګ رښتياوالی په دې ولاړ دی، چې فرهنګ د نیکونو او غورنیکونو لمانځنه ده، د هغو یادونه ، زيارتونه، اديرې او مقدسات دي؛ د پلار سره د زوی اړيکې دي. فرهنګ تل په خپل لرغونوالي او له لرغونوالي سره په نه شلېدونکو اړيکو وياړي . په فرهنګ کې تل یو سپېڅلوالي نغښتي دی، فرهنګ، د لمانځتون په شان دی، ترهرڅه نه زيات د خپل وراث درنښت کوي. په فرهنګ کې سپين سترګي نه شته. په هغه کې د نیکونو ادیرې ته بې اعتنايي نه شته، خو د تمدن په باره کې داسې نه شو ویلی. هغه ډېرو نوی دی. هغه یوازې د خپل نوی تاریخ درناویکوي. هغه لرغونوالی او سرچینې نه لټوي. هغه په نننیو اختراعاتو وياړي . هغه نیکونه نه لري . هغه زيارت او ادیره نه خوښوي. هغه تل ځان داسې ښيي، چې ګواکي هغه نن یا پرون زيږېدلی دی . په هغه کې هرڅه نوي دي، ټول شيان په هغه کې د نننۍ ورځې د هوساينې لپاره دي. په فرهنګ کې له زمان سره د ابدیت لپاره یوه ستره مبارزه روانه ده. د زمان او د هغه د ورانونکي قدرت پر ضد مبارزه.

فرهنګ له مرګ سره په مبارزه کې دی، له مرګ سره، سره له هغه چې په واقعیت کې پر هغه بری ناشونی دی. د هغه لاره د فرهنګي تخلیقونو د یادګارونو پيوستون او وراثت پایه دار کول دي. هغه فرهنګ چې عقیده او ایمان د هغه زړی جوړوي تل د ابدیت نښې لري. او ددغه ډول فرهنګ، ډېره غورنه ، بېلګه، چې په هغه کې عقیده او ایمان اساسي هسته جوړوي، د پخواني مصر فرهنګ دی. هغه ټول د ابدیت په لوړو څوکو ولاړ دی. د ژوند په تندي او تل له مرګ سره په مبارزه کې دی. د مصر اهرامونو، په زرونو کلونو ژوند کړی او تر ننه پورې، موږ ته رارسېدلي دي. ننني تمدن، اهرامونه، نه جوړوي اوپه دې خيال کې هم نه دي، چې د هغو يادګارونه دې په زرګونو کلونه وابدیت ولري. معاصر تمدن، په ټول توان سره ژر تېرېدونکی دی.

تمدن، د فرهنګ برخلاف دمرګ سره په مبارزه کې نه دی، هغه ابدیت نه غواړي، هغه نه یوازې د وخت له مرګني څپړې سره نه پخلا کيږي، بلکې د زمان په همدې مرګنۍ شېبه کې د خپل بري بنسټونه لټوي . تمدن، په ډېر وياړ او خوشحالۍ ، آن د مړو به هېرولو سره اديرو کې مېشتېږي. په تمدن کې هغه فرهنګ سر راپورته کوي، چې د هغه لپاره هر څه بې تفاوته دي. په دغه سپين سترګۍ سره غواړي، فرهنګمحاصره کړي، هغه هم ددې لپاره چې غواړي فرهنګ بې عقېدې واوسي.

فرهنګ دوه پيله لري: لومړی، محافظه کارانه، چې تيرې زمانې ته ستنېږي او له هغه سره د وراثت اړیکي ساتي. او دویم، تخلیقي، چې راتلونکي ته يې پام دی او به دې کې هغه نوی ارزښتونه جوړوي، خو په فرهنګ کې نه شي کولی، انقلابي او راپرزېدونکی پیل لاسبری شي. ځکه انقلابي پیل او انقلابي عمل په حقيقت کې د فرهنګ دښمنان دي. هغه د فرهنګ ضد دي، فرهنګ بې د وراثت له سلسله مراتبو او اخلاقي کیفیت څخه معني نه لري. انقلابي پیل، د هر ډول سلسله مراتبو او کیفیت دښمن دي او د هغو د تباهۍ پرضد کار کوي. د انقلاب روح غواړي، څان په تمدن مسلح او د هغو په ګاڼو، ځان ګاڼه کړي. ځکه په اصل کې هغه فرهنګ نه غواړي، اصلاً فرهنګ د هغه په کار نه دی. دا تصادفي نه دي، چې د ټولو انقلابیانو داسې د بورژوازي د فرهنګ په باب غږېدا او کيسې خوښيږي. د هغو رښتياوو په باب، چې بورژوازي تمدن راوړي، خو د انقلابیانو نه یو هم په روحي ډول د فرهنګ درنښت نه لري. هغو ته هغه په معنوي ډول ګران نه دي. هغه، هغوی د خپلو ارزښتونو په توګه نه احساسوي. د خپلې معنوي پانګې له مخې انقلابيانو ته فرهنګ او هغه څوک چې فرهنګ يې هست کړی دی، په روحي او معنوي ډول پردی بريښي، دا ځکه چې د فرهنګ اصلي هستوونکي په معنوي لحاظ له هغوی نه ، لرې دي .

هېڅ یو فرهنګ، ستر یادګار او یا مجسمه په تاسو (انقلابیانو) کې د سپېڅلي زغم روح نه راويښوي . تاسو په ډېر آسانۍ سره چمتو یاستئ ، چې ټول ستر يادګارونه، شنډ يا ړنګ کړئ . تاسو کولي شئ، ټول معنوي ارزښتونه د تودو (وګړو) په خاطر وران کړی.

تاسو نه شئ کولئ، نوي فرهنګ جوړ کړئ ، دا ځکه چې اصلاً له وراثت او تيرې زمانې سره له اړیکو او قربانۍ نه پرته، د نوي فرهنګ جوړول، امکان نه لري. تاسو زیات د هغه انقلابي پرولتريايي فرهنګ په اړ غږېږي، چې نړۍ ته يې ستاسو د طبقاتي اېډيالونو زیري راوړي دي، خو تر اوسه پورې ددغه پرولتري فرهنګ کومه وړه نښه نښانه هم ، نه ترسترګو کیږي. آن د هغه د پيدا کېدو اغېزه هم نه ليدل کيږي، که څه هم پرولتاریا، ورځ په ورځ له فرهنګ سره آشنا کيږي، هغه په خپل سر په ټولي توګه، د بورژوازۍ په فرهنګ اخته کيږي. حتی سوسياليزم هم خپل فرهنګ د بورژوازي نه را اخلي.

فرهنګ، تل له لوړې خوا نه ښکته خوا ته روان دی او پرولتاریا ددغه شان فرهنګ ضد دي. کله چې پرولتاریا، ځان مبارز ګڼي، دا ددې معنا لري، چې هغه د هر ډول وفا او تقدس نه انکار کوي. هغه د هر ډول تېرې زمانې، د هر تېر وخت او هر ډول وراثت ضد دي، يعنې د نیکونو او غورنيکونو ضد. یعنې د خپل اصل ضد. نو په دغه شان یو روحي حالت کې، څنګه کولی شي، څوک د فرهنګ ګرانښت، یا د فرهنګ په تخلیق خبرې وکړي؟ هغه به څنګه د خپلو ارزښتونو په اړه يادونه وکړای وشي؟

سوسياليزم، هېڅکله نړۍ ته له ځان سره کوم ډول نوی فرهنګ راوړی نه شي، کله چې سوسيالیستان د کوم نوي معنوي فرهنګ په اړه غږيږي، هغوی تل د خپلو خبرو درواغ احساسوي.

سوسيالیستان، حتی په خپلو خبرو کې د دې موضوع به باب، ناراحتي احساسوي ا آن هغه سوسيالیستان، چې د زړه له کومې د نوي فرهنګ په اړه غږيږي او هغه غواړي، خو په دې نه پوهيږي، چې هغوی هسې بې هدفه خپل کار له هغه ځایه پيل کړی دی، چې باید پیل کړی يې نه وای. په هغو لارو چې دوی روان دي، هغه د تخلیق لارې نه دي. فرهنګ، په زور نتخلیقېي، فرهنګ هغه وخت رازيږي، چې پ خپله د خپلو زيږندو احساس وکړي.

سوسيالیستان، غواړي د بشر اراده او ذهنیت په ځانګړې توګه، د ژوند د مادي او اقتصادي اړخ ته ور واړوی او تر دې وروسته بیا هم ځآن داسې وښيي، چې ګواکي دوی د فرهنګ ضد نه دي، دوی د فرهنګ تږي دي، خو دوی په دې نه پوهيږي، چې کله د انسان ټول روان، مادي او اقتصادي ژوند ونيسي، په هغه کې د تخلیق او معنويت هسته ورانه او نابوديږي. نو فرهنګ به بيا څنګه او له کومو سرچينو نه جوړ او تخلیق شي؟

بورژوازي، لا پخوا پوهېدله، چې هغې د فرهنګ کچه راټيټه کړې او هغه ارزښتونه، چې د پخوانیو زمانو نه پاتې دي، هغه يې سره وېشلې، خو د تخلیق تکل یې نه کولو. مګر سوسيالیستانو دغه کچه لاپسې راټيټه کړه . د فرهنګ وېش او خپرولو ته یې ځکه دوام ورکړ، چې ګواکي زياتو خلکو د فرهنګ سره مينه پيدا کړې ده، بلکې برعکس، دغه وېش او خپرول، د هغو کسانو شمېر ورځ تر ورځ کموي، چې خبل ژوند فرهنګي چارو ته وقفوي.

د دغو خلکو فرهنګي ویش او د فرهنګ دودول د روحي معنوي ژوروالي او عقيدې له مخې نه بلکې په ځانګړي توګه د مادي او اقتصادي ګټو له مخې دي. د خپل استبداد دټينګوالي او دنيايي نعمتونو د لاسته راوړلو په خاطر . په داسې حال کې چې اسماني عقيدې او معنوي روح هېڅکله په کلي توګه خپل توان او پياوړتيا په مادي تخلیق نه خرڅوي. نو اې هغو کسانو! چې تاسو د فرهنګ درس ورکوی، او وایئ ، چې دا ټول فرهنګ په مادي او اقتصادي بنسټونو ولاړ دي، په دې پوه شئ، چې تاسو د فرهنګ معنوي بنسټ ورانوئ. تاسو ته باید دا څرګنده شي، چې له فرهنګ سره ستاسو اړیکې ناسپېڅلې دي،. د انساني ټول سوسياليستي کول او د هغې دموکراتيکي کول يوازې او یوازې په ټولنې کې د فرهنګي قشر وژل دي. البته ددغه قش او هغه ته له درناوي نه پرته د فرهنګ تخلیق امکان نه لري.
په دموکراتیک ډول نه يوازې نه شي کېدی فرهنګ تخلیق شي، بلکې دغه راز نه شی کېدی علم، هنر، فلسفه او شاعري تخلیق شي. کله چې د فرهنګ معنوي سرچينې او منابع له مينځه وړل کيږي، دا ددې معنی لري، چې د ټولنې معنوي هسته نابوديږي.

پای

یادونه : ګرانو دوستانو ، په دې مقالې کې راغلې نظریات د فرهنګ د تاریخ یوه پاڼه او یو نظر دی . او کېدای شي د فرهنګ په اړه ، ستاسو او آن زما له نظریاتو سره توپیر ولري .

یادونه : له ټولو هغو دوستانو نه چې دغه مطلب په خپلو پاڼو او خپرونو کي خپروي، د هغه ماخذ ورسره ولیکي.

One thought on “فرهنګ او تمدن/ ژباړه :دوکتور لطیف بهاند”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *