راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل لپاره داسې فرهنګي کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو فرهنګ لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپلو ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د فرهنګي کیدو لپاره لنډه لاره، د  علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لوبي.
دلته ځینې کړنې د فرهنګ د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوی شوې په دې لیکنه کې ټولې فرهنګي کړنې ندي نغښتې، کیدی شي تاسو یې هم پکې ور زیاتې کړئ.
1-          فرهنګ یعنی، د چا له اجازې پرته د هغوی انځور یا فلم نه اخستل.
2-          فرهنګ یعني، په ټولنیزو شبکو کې د مقابل لوري درناوی کول او له بدو خبرو ډډه کول.
3-          فرهنګ یعنی، کله چې په یوه موضوع نه پوهیږئ باید له ځان څخه جامع الاکمالات جوړ نکړئ او د مقابل لوري نظر ته درناوی وکړئ.
4-          فرهنګ یعنی، د چا معاش او میاشتني حقوق په تاسو پورې اړه نه لري، او له یو کس څخه د هغه د معاش په اړه پوښتل عیب دی او دا کار مه تر سره کوئ.
5-          فرهنګ یعنی، کله چې یو څوک به موبایل کی کوم انځور یا بل شی در ښکاروي؛ نو د هغوي نور عکسونه او فایلونه نه کتل.
6-          فرهنګ یعنی، د چا په لهجه پورې نه خندل.
7-          فرهنګ یعنی، چې ځان ته اجازه ورنکړئ تر څو د نورو په شخصیت کې خبرې وکړئ او د هغوی په ویښتانو، جامو، چاغوالي او ډنګرتوب نېوکه وکړې.
8-          فرهنګ یعنی، کله چې د یو چا له کور څخه بهر کیږئ؛ نو د هغوی غیبت ونکړئ.
9-          فرهنګ یعنی، کله چې نوي ملګري پیدا کړئ پخواني ملګري هیر نکړئ.
10-     فرهنګ یعنی، کثافات او نور مواد له موتر څخه سرک یا کوڅې ته ګوزار نکړئ.
11-     فرهنګ یعنی، د خپل کور له بام او یا ورسۍ څخه د ګاونډی کور ته نه کتل او د هغوی تګ راتګ نه څارل.
12-     فرهنګ یعنی، کله چې یو چا ډالۍ درکړه؛ نو د هغې د بیې پوښتنه نکول.
13-     فرهنګ یعنی، د ترافیکي اصولو او اشارو څخه سرغړونه کول زموږ هوښیاری نده، ناوخته رسیدل تر نا رسیدلو ښه دي.
14-     فرهنګ یعنی، د یو چا په شخصي کړنو او اموراتو کې مداخله نکول.
15-     فرهنګ یعنی، له شیطانت او بې معنا خبرو څخه ډډه کول.
16-     فرهنګ یعنی، د مشرانو درناوی کول او له ماشومانو سره ښه رویه کول او په هغوی شفقت کول.
17-     فرهنګ یعنی، هیڅ وخت له بل انسان څخه ځان لوی نه ښودل او په خپلو لوړو زده کړو ځان نه ښودل.
18-     فرهنګ یعنی، د بحث او مجلس په وخت کې د نورو نظریاتو ته درناوی کول او د هغوی خبر نه پرې کول او په نوبت خبرې کول.
19-     فرهنګ یعنی، د نورو کسانو خبرو ته په مینه غوږ ایښودل حتی که ماشوم هم وي.
20-     فرهنګ یعني، له ملګرو، کورنۍ او خلکو سره د ناستې په وخت کې نزاکتونه رعایتول.
21-     فرهنګ یعنې، د کور، موتر، ځان، سرک، کوڅې او دفتر پاکوالی ته پاملرنه او د هغه مراعات کول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *