فریدریک ویلهلم نیچه ستر الماني فیلسوف په ۱۸۴۴ زېږدیز کال د المان د روکن ښار په یوه مذهبي کورنۍ کې وزېږیده.

نیچه له کوچنیوالي له هنر او موسیقۍ سره مینه درلوده، مګر مور یې هغه د الهیاتو د زده کړې لپاره ولیږه چې هغه یې پر زده کولو بریالی نه شو او له مسیحت یې مخ وګرځاوه. ده له یوه څه زده کړې وروسته (کمبریچ) پوهنتون ته لاره بیامونده، دا نو داسې مهال دی چې نیچه ایله د ۱۶ کلونو و.

هغه دا پوهنتون په ښه توګه سرته ورسولو او د فلسفې،ژبې او یوناني ادبیاتو په برخه کې ډېر څه زده کړل او په ۱۸۶۸ زېږدیز کال د بال پوهنتون د ژبې پیژندنې د استاد په توګه وټاکل شو.

نیچه په ځوانۍ کې د (واګنر)) سره چې یو موسیقي جوړونکی و ملګرتیا پیدا کړه او د الماني حکیم ((شوپنهاور)) له عقایدو سره یې بلدتیا وشوه،  مګر د څه مودې وروسته یې عقیده بدله شوه او د هغې دورې له هرې برخې یې ځان ګوښه کړ او د خپل خیال ملګری او د یو شمېر ادبي او فلسفي اثارو په رامنځته کولو یې لاس پورې کړ.

دا چې فرانسوي فرهنګ ته په ډېر ارزښت قایل و المانیان یې بې فرهنګه او انګلیستانیان یې د نړۍ تر ټولو بد انسانان بلل. دی په ۱۸۷۹ زېږدیز کال د ناروغۍ او کمزورۍ سره مخ شو په داسې حال کې چې له دې ناروغۍ د عمر تر اخیره کړیده. دا د فیلسوفي شاعر په توګه مشهور شو ځکه چې داسې فلسوف وه چې هر څه یې شاعرانه لیکل او دی  (ګوته)  د یو فیلسوفي شاعر په نامه یادوه.

نیچه خپل شهکار ستر، پیاوړی او  ادبي اثر ((همدارنګه یې وویل زردشت دې))  د ۱۸۸۳ زېږدیز تر ۱۸۹۱ زېږدیز کال پورې ولیکه او په دې کتاب کې یې خپل عقاید او نظریات د افسانې په توګه راوړل.  هغه په دې فکر وه چې اخلاق دانسان سره بې مانا دي او زردشت د دې لپاره چې د اخلاقو لومړنی پیغمبر تېر شوی ترې د بخښنې تمه لرله.

هغه به ویل انسانان دوه ډلې دي:

لومړنۍ ډله ((ټیټ پوړي )) دي چې د انسانانو ډېری برخه تشکیلوي او دوهمه ډله (اشراف) دي چې وړه، خو اصیله ډله ده. دی دوهمې ډلې ته په ډېر څه قایل و او ټيټ پوړي یې د اشرافو د غرضونو وسیلې بللې.

هغه د ((حافظ)) له افکارو  او اشعارو سره اشنايي پیدا کړه او ورته یې ډيرې ترانې هم ولیکلې.

د دې مشهور فيلسوف نور مشهور اثار دادي:

((په ما ورا کې ښه او بد))

(( دا دی سړی))

((خندان پوهان))

((سپیده دم))

((د تراژدۍ پیدایښت))

((مسافر او سیوری یې))

((غیرې رښتینې نیوکې))

دنیچه ناروغي په ورستیو کې  دلیونتوب تر کرښې ورسېده او په ۱۹۰۰ زېږدیز کال چې په دې نړۍ یې ۵۶ کلونه  تېر کړي و، ځان یې نور هغې نړۍ ته تسلیم کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *