بصیر عاصم  
شاه جهان او باچا ایډورډ ؛ دواړو باچاهانو د خپلو مېرمنو سره انتهاي زیات محبت درلودی ، د دواړو مېرمنې د سرطان له امله وفات شوې ، شاه جهان زیاته شتمني دده د میرمني پر قبر تاج محل مصرف کړه خو  ایډورډ باچا زیاته شتمني پر یوه طبي تحقیقاتي پوهنتون مصرف کړه تر څو د نورو میرمنې د هغې ناروغۍ څخه وژغورل شي چي دده دمېرمني ژوند يي واخست.
د دریمې او لمړۍ نړۍ د انسانانو تر منځ توپیر د همدې فکر دی چې یوه پر مختللې او بله یې ورسته پاته ساتلې ده. د یوې روشنفکري ټولنې په جوړولو د کورنۍ او اکاډمیکو ځایونو تر څنګ ډېر زیات رول د رسنیو هم دی ، همدې مهمې نقطې ته په کتو  د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې په رسنیو کې د تجارتي اعلاناتو شروع په یوه انسانیت پاله پیغام کوي. یوه مثال یي هندۍ ورزشي رسنۍ دی چې د اکثرو تجارتي اعلانو په پیل یا اخر کې یو ښه انسانی پېغام لري.

موږ چې په فکري لحاظ له نړۍډېر لږ ورسته پاته یو پکار وه ږغیږي چاپي او لیدونکي رسنیو  تر هر څه زیاته توجه د ټولنې وفکري رغون ته کړې وای خو زموږ د نورو بدبختیو تر څنګ دلته هم لویه بدبختي را په برخه ده چې په ځانګړی توګه لیدونکي رسنۍ هغه څه نشروي چې نه یوازې فکري رغون نه شي را

وستلای بلکې په لوی لاس ټولنه د نفرت، تشدد ، لور ته وړي. خبري راپورونه یي په داسي ډول نشروي لکه د لویه سره چې ددې هیواد نه وي ، په بهرنیو سریالونو کې د کورنی او ټولنیز تشدد ، نفرت او فحشا ته د هڅوني پرته بل دا سي څه چې په لیدونکو انسانیت ، همدردي  ، وطن پالنه ، انساني عاطفه ، او ملي ارزږښتونه ور وپېژني هیڅ نه تر سترګو کیږي . په دې توګه سمعي او بصري رسنیو د انساني ، ملي ، او وجدانی مسؤلیت په محوه کولو  د ټولني او هیواد د پاره د درمان پر ځای ځانونه په داسي ناسور بدل کړی چې ددې هیواد هر وګړی هره ورځ درد ځني محسوسوي او ځني کړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *